زه په همدې باور يم!

زه په همدې باور يم!

زه ډېر کله په مجالسو کې له ملګرو سره په بېلا-بېلو موضوعاتو بحث کوم. کله بحث د احساساتو پر بنا اوسي. کله ډېر مدلل او مستند غږېږو. کله بحث دومره ګرم شي، چې ډېرې اخلاقي پولې او ټولنيز نزاکتونه پکې زيانمن شي.
يوې پاېلې ته ورسېدم له هغه وګړو سره بحث وکړئ چې په اړونده برخه کې کافي انداز پوهه ولري. مسلک يې وي. مجبوريت يې وي. وخت يې پرې مصرف کړى وي. زړه يې پرې خوړلى وي.
له هغه کسانو سره بحث مه کوئ چې د يوې موضوع ژورو ته نه شي ننوتى. هسې اوتې-بوتې وايي. بکواس کوي. عبسيات وايي که بحث کې هغوي هر څومره ناسم منطق او له استدلال پرته غږېږي؛ بيا پرې هم هغه شخص ملامت دى چې ده ورته د بحث وخت او اهميت ورکړى وي. دوى پرېږدئ چې خپل مسلک وغږېږي. ټولنه کې د عالم، ملا، حقوق دان، سياستوال، ډاکټر، انجينر، بزګر، مستري، سلماني… دندې او مکلفيتونه معلوم او په ډاګه دي. هر څوک دې خپل مسلک کې دومره ژور کار وکړي چې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شي. وړتياوې يې د دې ټولنې ناروغې برخې روغې او په رغونه کې دې خپل نقش بارز کړي. بس که انسانان يو همدا بسنه کوي. که نه يو بيا نو ځنګليان په مونږ شرف لري. مه پرېږدئ چې خپل مسلک درباندې لعنت ووايي. توکاڼي درباندې تو کړي. هر انسان خپل کار لره پيدا دى.

زه اونۍ-اونۍ د کتاب په ليک او ژباړه تېروم. رسنيزي منډې-ترړې، ويناوې، مختلف صنفونه او ورزش کول مې عادت او د خوښې عمل کرد دى. له دې هر څه سره ځان راحت ګڼم. خوښ يم. داسې کوم څه پکې نشته چې ما ناراموي.

خو يوه کمزورتيا لرم چې هغه د ډېرو سمو، جوړو او برجسته ملګرو نه شتون دى. رښتيا هم انسان پېژندنه سخت کار دى. زور او کار غواړي. نازک تارونه به يې په احتياط سره پالې.
باريکي يې غوښنه برخه ده. زه هم نه پوهېږم چې ولې په هر ملګري باور کوم. زړه ورپورې تړم. د وجود برخه يې ګڼم. دا هر څه ولې کوم زه هم نه پوهېږم، بېخي نه پوهېږم!؟

يوه نسخه مې ځان ته جوړه کړې. چې عملي کوم به يې.

لدې وروسته يوازې يو آسانه کار کوم. پارک ته ځم، د ونو منځ کې کېنم، په ژېړو پاڼو د باد لګېدو شغا اورم او فکر کوم همدا ماته د آرامتيا او هوساينې احساس را کولاى شي.
دې سره زما لومړيتوبونه روښانه کېږي. فشار راباندې کمېږي او ذهن مې وده کوي.

زه تاسو ته همدا سپارښتنه لرم چې د بدو ملګرو يعنې هغه ملګري چې ستاسو په طبعيت نه وي برابر، مخې ته ډېر مه
ورځئ. ټېلفون مه ورته کوئ. خوږې اړېکې مه جوړوئ. دا د پخې تجربې په اساس وايم. دا هر څه مو د وخت په تېرېدو دردوي. زړه مو خوري.

د خپل خلاقيت ښکاره کولو او نويو مفکورو پنځولو لپاره طبعيت سره ارتباط ډېره ښه طريقه ده. طبعيت زمونږ په ذهن کې شخړې او کشمکشونه کموي او دا چې کم شي نو بيا موږ خپله اصلي وړتيا څرګندولى شو.
له طبعيت څخه خوند واخلئ. طبعيت کې وخت تېر کړئ. خپل شاوخوا ته وګورئ. ښه ځېر شئ. ګلان وګورئ چې څومره نازک او پېچلى جوړښت لري. اوبه وګورئ چې څنګه ځلېږي. روان يې مطالعه کړئ.
پدې صورت حال کې به ته هم جوړ او زه به هم جوړ يم.

سید سالار خادم


باور خادم لیکنه
t