د کونړ له قومي مشرانو سره د مبارکۍ ترڅنګ په همغږۍ خبرې وشوې

د کونړ له قومي مشرانو سره د مبارکۍ ترڅنګ په همغږۍ خبرې وشوې

ننګرهار والي د کونړ له قومي مشرانو او ولایتي چارواکو سره د اختر خوښیو شریکولو ترڅنګ د همغږۍ او اړیکو په لابهبود خبرې وکړې.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي، د ننګرهار والي، لیکوال، قومي او فرهنګي شخصیت شاه محمود میاخېل چې نن د اختر په دریمه د یوشمېر امنیتي او ملکي ادارو مسوولینو په ملتیا یې کونړ ته سفر کړی و د دې ولایت دبېلابېلو سیمو له قومي مشرانو او ځوانانو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ یې د اختر مبارکۍ په پار د ولایت د مرستیال والي ګل محمد بیدار او امنیتي مسوولینو سره هم ناسته ترسره کړه.

سرچینه وايي، د کونړ ولایت مرستیال والي او قومي مشرانو له میاخېل او ورسره مل پلاوي مننه وکړه چې په راتګ یې دوی ته خوښي وروبښله.

عکس کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار او د ننګرهار د ملي امنیت رییس

د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار او قومي مشرانو د شاه محمود میاخېل د ادبي او فرهنګي خدمتو ستایلو ترڅنګ د حکومتولۍ په چارو کې د نوموړي لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او ورته د لا بریالیتوب غوښتنه یې وکړه.

سرچینه وايي، ددې ناستې په ترڅ کې د اختر مبارکیو سربېره د دواوړ ولایتونو د ادارو او ولسونو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو لا پراختیا په پار په ګډو هڅو ټینګار وشو.



خبرونه میاخیل ننګرهار کونړ
t