د قرغزستان پخواني ولسمشر باندې نوي تورونه ولګېدل

د قرغزستان پخواني ولسمشر باندې نوي تورونه ولګېدل

د قرغزستان پخواني ولسمشر الماس بېک اتمبايف باندې نوي تورونه لګېدلي دي، نوموړی تېره اوونۍ توقيف کړی شو.

د رسنيو د راپورونو په حواله، پوليسو تېره اوونۍ د نوموړي پر کور چاپه ووهله او هغه يې توقيف کړ.

د لوی څارنوال د دفتر ویاند ضمیر بایشکېف نن ویلي چې اتمبایف د یو شمېر تورونو ترڅنګ د ادارو د استازو پر ضد په تاوتریخوالي، ډله‌يیزې بې‌ثباتۍ رامنځته کولو او د وژلو په هڅه تورن دی.

اتمبايف چې پوليسو سره يې وسله واله مبارزه هم وکړه بالاخره ځان يې پوليسو ته وسپاره.


سيمه او نړۍ قرغزستان
t