خلک: د خپلواکۍ سلم جشن په شانداره مراسمو نمانځو

خلک: د خپلواکۍ سلم جشن په شانداره مراسمو نمانځو

د هلمند يو شمېر قومي مشران او ځوانان وايي، ځايي حکومت سره يو ځای د خپلواکۍ سلم جشن په شانداره مراسمو نمانځي.

ولسونو څرګنده کړه، چې خپلواکۍ د هيواد ملي او معنوي وياړ دی، چې د هلمند خلک به يې په يووالي سره په خورا جوش، ولولو او خوښ اميزه توګه ولمانځي.

راغلو ولسونو له ولايتي ادارې سره د ګډ کار او همکارۍ ښودلو ترڅنګ په ولسمشريزو ټاکنو کې هم د ګډون سربېره د خلکو هڅولو ډاډ وښود.

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان د اختر مبارکۍ په پلمه راغلو بېلابېلو قومي او ولسي مخورو، ځوانانو، مدني فعالانو او نورو څخه پر مننې او اختر مبارکۍ سربېره په ملي مسايلو کې د خلکو د ليوالتيا ستاينه او قدرداني وکړه.




t