لوګر کې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوی

لوګر کې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وياند وايي، د ملا نقيب الله په نوم لوګر کې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوی دی.

روح الله احمدزي رسنيو ته ويلي دي، ياد قوماندان د دغه ولايت په پادخواب شانه سيمه کې د عملياتو پر مهال وژل شوی.

هغه وايي، وژل شوي قوماندان د ټول هېواد په کچه تروريستي فعاليتونه کول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



t