سره صليب د ملکي افغانانو د تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

سره صليب د ملکي افغانانو د تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

د سره صليب نړيوالې ټولنې لخوا يو خپور شوي بيان کې ويل شوي دي، سره له دې چې د سولې خبرې روانې دي افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېره لوړه شوې.

بيان کې راغلي، د ملکيانو ستونزو ته پام وړ پاملرنه نه ده شوې.

په دې بیان کې پر روغتیايي مرکزونو او روغتیايي څارونکو د حملو د زیاتوالي یادونه شوې او ویلي یې دي چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږ میاشتو کې داسې ۵۹ پېښې شوي دي.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا پر ملکيانو د ماين چاودنې او هوايي بريدونه ډېر شوي دي، چې په نړيواله کچه يې اندېښنې راپارولي دي.



t