ولسمشر د پوهنې د ترانې د ملي ټيم له غړو سره وليدل

ولسمشر د پوهنې د ترانې د ملي ټيم له غړو سره وليدل

جمهوررئیس غني د پوهنې د ترانې ملي ټیم غړو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم سره وکتل او د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې دغه ټیم ونازولو.

په دغه کتنه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب معینې مرجان متین د پوهنې د ترانې د فیستیوال په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، له ټولو ولایتونو څخه ۸۰۰ هلکان او نجونې کابل ته راغلي وو او د درې ورځو سیالیو په جریان کې د پوهنې د ترانې ملي ټیم ایجاد شو.
هغې زیاته کړه، دغه ټیم ټولو ته د همدلۍ او ازادۍ پیغام ورسولو او د افغانستان فرهنګي تنوع یې نندارې ته وړاندې کړه.

وروسته د ملي راډیو تلویزیون د موسیقۍ ادارې رئیس استاد وحید قاسمي خبرې وکړې او له والدینو څخه یې مرکز ته یې د خپلو بچیانو د استولو د همکارۍ له امله مننه وکړه او وې ویل، د ترانو منځپانګه وطندوستي، ازادي، فرهنګ او ښوونه او روزنه وه.

ورپسې جمهوررئیس غني د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم غړو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: تاسې د افغانستان بهترین او بااستعداده افغانان یاست چې خپل زړه راښکونکی غږ، خلکو ته هدیه کوئ.

هغه زیاته کړه، تاسې افغانستان ته د ازادۍ، خپلواکۍ، همدلۍ او هیواد د درې رنګه بیرغ د عزت پیغام راوړئ او د واحد افغانستان چې زموږ د ټولو شریک کور دی، استازیتوب کوئ.

جمهوررئیس یادو ماشومانو ته په خطاب کې وویل، ارګ ستاسې او د افغانستان د خلکو دی چې په راتګ سره مو ارګ ته ویاړ وباښه.

هغه وحید قاسمي ته لارښوونه وکړه چې د دغو کوچنیانو د ترانو سلسله دې ثبت کړي چې په بېلابېلو محفلونو کې خپرې شي. د پوهنې وزارت او چارو ادارې عمومي ریاست بودجې څخه دې د پوهنې د ترانې ټیم تمویل شي، ترڅو په دوامداره توګه پیاوړی شي.

جمهوررئیس دغه راز لارښوونه وکړه چې د هیواد ملي سرود دې د پوهنې د ترانې ټیم په واسطه ثبت او د ارګ په ټولو محفلونو او برنامو کې نشر شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د پوهنې د ترانې ملي ټیم غړو ته په خطاب کې وویل، زما او د حکومت د ټولو مسوولینو تعهد دادې چې تاسې ته افغانستان ارام او خوندي جوړ کړو.

په دغه کتنه کې د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم د “درفش سرزمین ما بلند باد” او “مورې مورې” دوه ترانې وویلې چې د هیواد د جمهوررئیس د پاملرنې وړ وګرځیدې.




t