هلمند: د اختر مېله کې چاودنې دوه کسان ژوبل کړل
د هلمند مرکز لښکرګاه ملت بابا تفريحي پارک کې د چسپکي ماين چاودنې له امله دوه کسان ژوبل شول.
د هلمند ولایت رسنیز دفتر وايي، د ماین چاودنه د ملت تفريحي پارک مېله ځای کې وشوه.
عیني شاهدان وایي، د ماین له چاودنې سره سم موټر اور واخیست چې د اور وژونکې ډله پر وخت راورسېده او اور يې مړ کړ.
تر اوسه د یادې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.