ناټو: په افغانستان کې مو عملیاتو بدلون نه دی کړی

ناټو: په افغانستان کې مو عملیاتو بدلون نه دی کړی

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هغه راپور رد کړی، چې په دغه هېواد کې د وسله والو طالبانو خلاف د دوی عملیات په ټپه دریدلي.

دا راپور نیوزویک مجلې څو ورځې مخکې خپور کړی او ویلي و، چې دغه عملیات له وسله والو طالبانو سره د امریکا د سولې د روانو هڅو له کبله درول شوي.

خوسکاټ میلر ویلي، چې دوی په دې اړه هیڅ کوم امر نه دی ترلاسه کړی.



t