حکومت: ۴۶ سلنه پرمختیایي بودیجه مو لګولې

حکومت: ۴۶ سلنه پرمختیایي بودیجه مو لګولې

مالیې وزارت په روان مالي کال کې د ۴۶ سلنه پرمختیایي بودیجې د مصرف خبر ورکوي.

  د وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي: داسې بنسټونه هم شته، چې تر ۱۰ سلنې کمه بودیجه یې مصرف کړې.

 خو له دې سره چارواکي د بودیجې په مصرف کې د تېرکال په پرتله له پینځې تر ۷ سلنه زیات مصرف خبر ورکوي.

د کابل پرمختایي زون هغه اداره یاده شوې،چې تر نورو یې خپله دا بودیجه زیاته لګولې ده.



t