هرات: یو کس د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شو

هرات: یو کس د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شو

د هرات پولیسو یو کس د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، یاد کس د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او غوښتل یې چې د هرات ښار د شپږمې ناحیې له اړوند سیمو یو عراده ټکسي موټر غلا کړي چې هدف ته له رسېدو مخکې د څلورمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا ونیول شو.

سرچینه وايي، نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او غلا شوې واسطه څښتن ته یې ورسپارل شوې ده.



افغانستان خبرونه هرات
t