یو کس د ۱۶ پسونو د غلا په تړاو نیول شوی

یو کس د ۱۶ پسونو د غلا په تړاو نیول شوی

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کس د ۱۶ پسونو د غلا په تړاو نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد کس جان محمد نومېږي او درې ورځې د مخه یې د پغمان ولسوالۍ په چینو غندي کلي کې ۱۶ پسونه غلا کړي وو.

سرچینې ویلي چې دغه کس بیا له سیمې تښتېدلی و، چې د پولیسو تر څار لاندې و او تېره ورځ ونیول شو.

 


خبرونه د پسونو غلا
t