هلمند کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې نهو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو غوښتل چې د ګرمسېر ولسوالۍ په شملان سیمه کې پر امنیتي پوستو ترهګریز بریدونه وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د چټک غبرګون قطعې ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په ترڅ کې یې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت ویلي چې د ملي پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو درې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي، یوه چانټه او یو میل کلاشینکوف یې د پولیسو لاسته ورغلي دي.

حکومت وایي په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 



افغانستان خبرونه هلمند
t