په فاریاب ولایت کې د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د ځانګړو کمانډويي ځواکونو په عملیاتو کې چې د هوايي ځواکونو په مرسته ترسره شوي دي، د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په قورتي قول سیمه کې یې یاد وسله وال وژلي دي.
سرچینه وايي په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم غړی هم شامل دی.
دفاع وزارت دا خبر نن خپور کړی، خو د عملیاتو د ترسره کیدو وخت یې نه دی مشخص کړی.