ارزګان کې ۶ وسله وال وژل شوي

ارزګان کې ۶ وسله وال وژل شوي

د افغانستان خاصو کوماډويي ځواکونو په ارزګان کې ۶ وسله وال طالبان وژلي دي.

دا عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند په ملازي سیمه کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وايي، ۶ وسله وال وژل شوي، ۴ ټپيان دي او د بیلابیلو وسلو او مهماتو یو ډیپو په سیمه کې کشف او له منځه وړل شوی دی.

باید یاده کړو چې یاد وزارت له دې وړاندې په فاریاب کې د کومانډويي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ وسله والو د وژل کیدو راپور ورکړی و.

 

 



ارزګان خبرونه عملیات
t