روزګان: د امن اختر د خلکو خوښۍ زیاتې کړي

روزګان: د امن اختر د خلکو خوښۍ زیاتې کړي

روزګان د تېرو څه باندي دریو کلونو را پدېخوا کلابند دی خو ښار کې د امنیتي ځواکونو د هڅو پایله کې را منځ ته سوي امن د خلکو خوښۍ څو برابره ډېري کړي دي.

له چارواکو تر عامو اوسېدونکو او هټیوالو ټول د سږني اختر څخه د سولې هیله لري او پر طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو ږغ کوي چي نور افغانان ارام ژوند ته پرېږدي.

دا د مرکز ترینکوټ منار څلور لارې ده چېري چې روزګاني اوسېدونکې اخترېزي میلې لمانځي ، هګۍ جنګوي ، خوراکونه کوي او د ډېر وخت نا لیدلي بیا د یو بل په لیدو ځانونه مړوي.

خلک وايي تر پخوا د اخترېزو شېبو لمانځلو کې جم و جوش زیات دی او دوی ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه د یوه امن ښار ښه بېلګي یادوي.

عام باور دا دی چي امنیتي چارواکو د منظمو امنیتي پلانونو پلې کولو برخه کې هڅې کړي چې خلک یې هم منندوی دي.

امنیتي مسؤلین وايې د لا ښه امن ښودلو او له ښاریانو سره د خوښیو شریکولو په پار د میله والو منځ ته راغلي‎.

امنیه قومندان محمد خطاب خنجري وايې هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د ولسونو د نا ارامه کولو هڅه وکړي.


افغانستان خبرونه روزګان
t