کونړ والي: د ځوان شهید زبیر مومند قاتل به ډیرژر د قانون منګولوته وسپارل شي

کونړ والي: د ځوان شهید زبیر مومند قاتل به ډیرژر د قانون منګولوته وسپارل شي

دکونړ والي عبدالستارمیرزکوال،ولایتي شورا رئیس او امنیتي مسوولین چې چهارشنبه دشهید مومند فاتحې ته ورغلي وو، په یاده پېښه یې ژوره خواشیني وښوده او د شهیدکورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې هر اړخیزه هڅې یې پیل کړي او ډیر ژربه د کمکي ځوان شهید زییر مومند قاتل د قانون منګولو ته وسپاري.

قومي مشرانو په فاتحه کې د ګډون له امله د کونړ له والي او مل پلاوي څخه د مننې ترڅنګ دشهید قاتل ته دسختې سزا غوښتنه وکړه.

تېره ورځ د غه کمکی ځوان چې د اختر د خوشحالۍ په پار دانګام ولسوالۍته تللی و له امنیتي کمربند څخه د تیریدو وروسته د میوزیک په اورېدو د وطن دښمنانانو له خوا په شهادت رسول شوی.


افغانستان خبرونه کونړ
t