سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان لپاره!

سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان لپاره!

له ډېر وړکتوبه د سولې کليمه اورو خو تر اوسه مو په رښتيني ډول تجربه نکړه, واړه و مشرانو به ويل سوله راځي, سوله راځي, سوله راځي خو سوله رانغله لا پسې بد مرغه شو لا پسې بد بخته شو لا پسې در پر در خاورې پر سر شو او سوله هم رانغله. مونږ د سولې په مانا او مفهوم نپوهېږو او که د سولې په ماهيئت؟

يو څه خو خامخا شته چې مونږ يې سره غلط کړي يو او له موږه يې لاره ورکه کړې ده, د سولې په نوم پدې خاوره ډېرې ترخې تجربې لرو او له هيچا پټ ندي, د غازي امان الله خان په وخت کې د مخالفينو سره سوله وشوه وطن يې ورته پرېښود او د سولې نه ورورسته بده تجربه مو وليده, همدا په کراتو کراتو تکرار شوه, د ډاکټر نجيب الله د دورې وروسته هم د مخالفې ډلې لخوا په سعودي کې قسمونه وشول چې جنګ بس دی خو پايله يې څه شوه؟

مطلب دا چې دا څرنګه سوله ده چې هر ځلې توافق وشي خو بيا هم د توافق سره سم جنګ پيل شي او له پخوا ډېر زيان او تاوان ورسوي.
زمونږ اکثره مشران وايي په سياست کې کارونه د تېرو تجربو په نظر کې نيولو سره ترسره کېږي او پرېکړې د پايلو اونتاېجو له مخې کېږي. خو پوښتنه دا ده چې مشران پخوا غلط ول او که اوس په غلطه روان دي؟

دا پوښتنه پدې خاطر مطرح کووم چې تجربې مو هم مخې ته پراته دي او پايلې مو هم وليدل خو بيا هم د سولې, جنګ او همدارنګه د ټاکنو اړوند په ګروپونو وېشل شوي يو.
کله مو پدې فکر کړی چې د راتلونکې سولې قيمت څومره, د څومره وخت لپاره, او قيمت به يې څوک پرې کوي؟

په سوله کې عزت او وقار د ټولو خوندي وي او له دې هېڅوک هم نشي منکرېدلای خو تلپاتې سوله, نه د لنډې مودې سوله.

د تېر کال د اختر د درې ورځو سوله مو هم تجربه کړله درې ورځې ژوند خوندي و خو پس له درې ورځو چې کومې پېښې وشوې هېڅوک يې نشي هېرولای!

د همدغو ټولو پېښو په نظر کې نيولو سره راځئ پدې توافق وکړو چې د اوس لپاره ټاکنې د افغانستان برخليک ټاکي او له لنډ مهالې سوله په کراتو کراتو غوره او بهتره ده, راځئ دا ځل د افغانستان د عزت او وقار لپاره تر خپل شخصي اغراضو تېر شو او هغه څه وکړو چې زمونږ راتلونکی تضمين کړي. 

راځئ د شته نظام پايې دومره قوي کړو چې هر لورې مخکې له دې چې د لړزولو په اړه ګام اوچت کړي سل ځله د خپل د ماتې په اړه فکر وکړي. د امريکا, پاکستان سعودي او نورو ګټې مالومې دي, راځئ مونږ د خپلو ګټو په نظر کې نيولو سره مخ ته لاړ شو ځکه تېر اولس کلن مزل, قربانۍ او بيې پر مونږ تېرې شوې او د راتلونکي واکمنان او خدای مکړه قربانيان به هم مونږ يو ددې خاورې ښه او بد زمونږ دي. که چېرته طالب په نظام کې برخه غواړي او ځان ددې نظام حقدار بولي نو ولس ته دې په سوله ايزو لارو مراجعه وکړي, په ټاکنو کې دې ګډون وکړي او ځانته د پراخه کمپاين په صورت کې راشي کنه داسې راتګ چې د بل ګټې خوندي کولو لپاره وي هيچا ته د منلو نده. په پای کې بيا هم وايم سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان لپاره زمونږ سرې کرښې دي, ددې لپاره قربانۍ مو ورکړي, اوس يې هم ورکوو او که اړتيا وه په راتلونکي کې کې هم ورکوو… 

#سوله_او_ټاکنې
سنګر همدرد



لیکنه، سوله او ټاکنې
t