افغان ښځینه روباټ جوړونکو چین نه مډال وګټه

افغان ښځینه روباټ جوړونکو چین نه مډال وګټه

د افغانستان د ښځینه روباټ جوړونکو یوې ډلې په چین کې د سیالیو پرمهال د ویاړ مډال ګټلی.

 د دغې ډلې مشر محمود رضایي ویلي: دا مډال دغې ډلې تازه په چین کې ترلاسه کړی.

  ویل شوي، چې په دغو سیالیو کې د نړۍ له ۳۰ هېوادونو څخه ۳۱۹ زده کوونکو برخه لرله.

 یادې ډلې مخکې هم په مختلفو سیالیو کې ورته مډالونه ګټلي وو.




t