د شاه دو شمشېره جومات بيا رغول کېږي

د شاه دو شمشېره جومات بيا رغول کېږي

ولسمشر غني پرون مازدیګر د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې کار د پیل په مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې د غازي امان الله خان لورڼو شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، یو شمېر دیني عالمانو او کابل ښاریانو ګډون درلود په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پيکار وویل، د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې کار د جمهوررئیس د حکم پر بنسټ د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترمیم او بیارغاونې آمریت له لورې پیلېږي.

هغه زیاته کړه، د تدارکاتي مرحلو له بشپړولو وروسته د دغې پروژه قرارداد د ۲۳ میلیونه او ۶۳۱ زره افغانیو په ارزښت له افغاني ساختماني دستګاه سره شوی او د راتلونکي کال د میزان/تلې تر ۱۵ نېټې پورې بشپړېږي.

«وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترمیم او بیارغاونې پروژې رئیس علي فرهاد بیات د یادې پروژې له هغې ډلې د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د جوړولو او بیارغاونې د مختلفو مرحلو او دا چې په ۱۳۰۶ کال کې د غازي امیر امان الله خان مور بي بي له لورې دوه پوړیز شو، په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.»

نوموړي د یاد جومات د تاریخچې، اسیب شناسۍ، نقشې جوړولو، د ګنبذې او چت د تزئیناتو، نماګانو، منارو، د اوداسه ځایونو او مطالعاتو او د سیمې له خلکو سره د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې په خاطر د ترسره شویو مشورو په اړه خبرې وکړې.

وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب د جوماتونو د جوړولو په ځانګړي ډول د عیدګاه او پل خشتي جامع او په ټولو ولایتونو کې د نمونه یي جوماتونو د جوړولو په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه او هغه یې د خیر ګام وباله.

«مولوي منیب وویل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هیواد د خپلواکۍ د نمانځنې په مناسبت په ټول هیواد کې پرتمین دیني مجلسونه لري او له یوې میاشتې راپدېخوا هره ورځ په دارالحفاظونو کې د قران عظیم الشان ختمونه او د هیواد د خپلواکۍ د شهیدانو روح ته دعا کېږي.»

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د ویاړ ځای دی چې د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې کار د پیل په مراسمو کې د غازي شاه امان الله خان لوڼې حضور لري. د دوی نیا بي بي د هیواد د تاریخ د هغو نوموتو ښځو له ډلې څخه ده چې د شاه دوشمشېره جومات او د هیواد د نورو فضلاو ارامګاوې هم ترمیم او رغاولې دي.

هغه زیاته کړه، جومات د خدای کور او د مسلمانانو د اجتماع مرکز دی او په دې کې شک مه لرئ د جمهوررئیس او ټول دولت وظیفه دا ده چې جوماتونه جوړ او مرمت کړي.

«جمهوررئیس د ښار جوړولو او ځمکو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو څخه مننه وکړه او وې ویل، کلکه اراده لرو چې د افغانستان ټول تاریخي اثار ترمیم او مرمت کړو او د جوماتونو له ترمیم وروسته به عمده خانقاوې ترمیمېږي چې له هغې ډلې د مولانا د پلار او چشتیه خانقاوې دي».

جمهوررئیس غني د دې ټکي په بیانولو سره چې زموږ جوماتونه زموږ د اسلامي فرهنګ د بېلګې په توګه باقي پاتې شي وویل، د یو شمېر کاروان سرایونو نمونه یي بیارغاونه به هم پیل شي او د کابل ټول تاریخي جوماتونه او د کابل سیند دواړو لوریو ته ودانۍ به هم سروې شي.

د دغو مراسمو په پای کې د هیواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د ښارجوړولو او ځمکو، ارشاد، حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیرانو او د دغو مراسمو ټولو ګډونوالو یې ملتیا کوله د شاه دوشمشېره علیه الرحمه جامع جومات ته ولاړل او د یاد جومات د بیارغاونې کار له پرانیستې وروسته یې د هغې بېلابېلې برخې وکتلې او هلته یې د مازدیګر لمونځ اداکړ.#




t