هلمند: ښاروالۍ لوبډلې د فوټبال اتلولي وګټله

هلمند: ښاروالۍ لوبډلې د فوټبال اتلولي وګټله

د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کليزې په مناسبت د فوټ بال سياليو اتلولي لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې وګټله.

په هلمند ولايت کې د فوټ بال فدراسيون لخوا د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د يو شمېر پانګوالو په همکارۍ د فوټ بال سياليو يو ټورنمينټ چې د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ په لاره اچول شوی وو، پايلوبه يې د ريګستان بازان او لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې د يو-صفر په ترڅ کې ددې سياليو اتلولي وګټله.

د فوټ بال پدې پايلوبه کې هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان، د ملي امنيت رئيس انجينر محمد طاوس، د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې لښکرګاه ښاروال انجينر عصمت الله صمدي، د ولايت مقام مالي او اداري رئيس زاهد اتل او ګڼ شمېر نور د لوبو مينه وال نندارې ته ورغلي وه.

هلمند والي د دواړو لوبډلو لوبغاړو د غوره لوبې ستاينې ترڅنګ هغوی ته په خطاب کې وويل: همدا تاسې ځوانان به نړيوالو او د هيواد راتلوونکي نسل ته د خپلو وياړونو او د خپلواکۍ د بېرته ګټلو تاريخ د پېغام په توګه رسوی.

په پای کې پر لوبغاړو چمتو شوې ډالۍ وويشل شوې او هم د فوټ بال فدراسيون لخوا هلمند والي او يو شمېر نورو مسولينو ته د وياړ بګړۍ ور پر سر شوې.




t