روحاني لوبډلې د کرېکټ پايلوبه وګټله

روحاني لوبډلې د کرېکټ پايلوبه وګټله

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان د لښکرګاه ښار ملت لوبغالي کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کليزې په وياړ د کرکټ سياليو پايلوبه کې چې د سباوون او روحاني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ګډون وکړ.

لوبه د روحاني کرکټ لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېده او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

هلمند والي د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کليزې په وياړ د کرکټ ددې سياليو پر ترسره کېدو خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ، چې ځوانان بايد پدې توګه د خپلو وياړونو په ياد او ژوندي ساتلو کې په خپلو اړوند برخو کې ونډه او مسوليت ترسره کړي.

ښاغلي ياسين ټول لوبغاړي وهڅول او ورته په خطاب کې يې وويل: تاسو د سبا راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدران او نور د کرکټ ملي لوبغاړي جوړېدای شئ.




t