مسېنجر کې ستاسو خبرو ته غوږ نیول سوی

مسېنجر کې ستاسو خبرو ته غوږ نیول سوی

نوي مالومات وړاندي سوي چې د فېسبوک شرکت کارکوونکو ناځواني پيل کړې او د مشتریانو غږیزو کلیپونو ته غوږ نیسي او ان تردې چې هغه کاپي کوي هم
فېسبوک هغه انټرنیټي اپ دی چې اوس مهال يې په نړۍ کې تر بلې هرې شبکې زیات خلک کاروي او ګوري يې خو اوس له یوه داسې تور سره مخ سوی دی
فېسبوک مخکې هم منلې وه چې کارکوونکي یې له بهرني اړخه د کاروونکو خبرو ته غوږ نیسي، وړاندې ګوګل، اپل، مایکروسافټ او امازون شرکت هم ورته تورونه منلي وو.
خو فېسبوک وايي، له “یوې اونۍ راهسې یې” پر مسېنجر د کاروونکو د خبرو ته غوږ نیول درولي دي.
امریکايي بلومبرګ خبري اژانس چې دا خبر لومړی ځل خپور کړی ویلي، د فېسوک کارکوونکو ته د فېسبوک مسېنجر د کاروونکو د خبرو یوه کاپي ورکړل سوې، خو دوی نه پوهېږي چې دا خبرې څرنګه ترلاسه سوې.
فېسبوک ویلي دا کار ځکه کېږي چې کارنو د خبرو کاپي کولو غوراوی فعال پرېښی، همدا ده چې په ټیلیفونونو کې یې د مایکروفون خبرې فېسبوک ته استول کېږي.
د فېسبوک یوې ویاندې ویلي: “د ګوګل او اپل په څېر، موږ هم یوه اونۍ مخکې د خلکو خبرو ته غوږ نیول درولي دي”.
په ایرلنډ کې د ډېټا ساتنې استازولي د اروپايي ټولنې منځ کې د فېسبوک د کارنو د معلوماتو خوندیتابه لپاره د فېسبوک پر کړنو اصلي څارنه کوي.




t