غازي او ملا د خپلواکۍ دوه مخونه!

غازي او ملا د خپلواکۍ دوه مخونه!

لیکنه: وحيدالله مصلح

غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ د جګړې ګټونکی اتل وو، يو داسې انسان چې اراده او عزم يې د رهبر وو، تر هغه مخکې هم پاچاهان وو خو څوک په کې شاه شجاع وو چې د انګليس په غلامۍ کې شړنګېده او څوک په کې هغه شاهان وو چې سيد جمال الدين په څېر افغان بېدارګران يې له افغانستانه تښتول…
دا غازي امان وو چې د انګليس پر ضد يې ولسونه متحد کړل او دا زمونږ غازي امان وو چې د انګليس پر ضد جنګ ته يې جهاد وويل، قاطع وو او پر ستونزمن او لومړي وخت کې يې سخته پرېکړه ډېره اسانه وکړه ځکه هغه رهبر وو، که نه له انګليسه د ازادۍ مناسب وخت د امير حبيب الله خان پر مهال وو، هلته چې انګليس په څو جبهو کې د جنګ وس نه درلود، د لومړۍ نړيوالې جګړې بوخت شريک، انګليس په افغانستان کې د جګړې هغه تاب نه درلود کوم يې چې بيا د غازي د غزاګانو پر مهال لاره…
غازي لږ تر لږه دوه داسې ارزښتونه لري چې تاريخ به پرې تل وياړي، يو د ازادۍ مبارزه مشري او دويم يې د سقوط پر مهال شريفانه برخورد، هلته چې يې د پاچاهۍ لپاره وينه تويه نه کړه هغه د خپل اقتدار په پای شېبو کې هم له خپل ملت سره مينه وکړه…
هغوی چې غازي له محمد علي جناح سره پرتله کوي، اشتباه کوي، غازي امان الله خان د يو هېواد يو ملت او يو لوی تاريخ استازی مبارز وو، غازي د خپل هېواد ويشلې برخې ته غل نه وو، بلکه هغه د يو تاريخي هېواد مالک وو، هغه د مالکيت پر حس د ازادۍ جګړې ته اوږه ورکړه، نوموړي لږ تر لږه پر ازادۍ معامله ونه کړه، هغه د خپلې ازادۍ داعيه د لندن کنفرانسونو په معاملو ونه ګټله، نوموړي د ټل، واڼه، کندهار، لنډيکوتل او کنړ نورستان په غرونو او درو کې سربازي وکړه، دا جګړه د سر لوبه وه، دلته زمونږ د سلو سر پر ميدان ولاړ وو او سلو خپل سرونه بايلل، دا جګړه اسانه نه ده ګټل شوې، مونږ د خپل تاريخ پر دې حماسه او دې ګټې له دې امله هم وياړو چې د لومړي ځل لپاره تر ازادۍ وروسته داخلي جګړې او اخو ډب رامنځته نه شو، خبره نظام جوړونې، ثبات او د پرمختګ طرحو ته لاړه…

د تاريخ مطالعه!
غازي امان الله خان شهزاده وو، پاچا شو، د ازادۍ اتل او ګټونکی شو، هغه د خپل هېواد او ملت د پرمختګ او عصريتوب بې پنا مينه درلوده، دلته يې د معارف، زراعت، لوړو زده کړو، ژورنالېزم، نړيوالو اړيکو، فابريکو، لارو او رېل ګاډي، ترانسپورټېشن، لاسي مصنوعاتو، تجارت، او نورو پرمختګونو بنسټونه په ډېره مينه او منډه کېښودل… هغه د چارو د قانونمندۍ هڅه وکړه، اساسي قانون او نورو برخو کې کار وشو، غازي ريښتيا هم د ازادۍ او پرمختګ يوازې ارمانجن نه بلکه د ډګر سړی وو…
غازي او ژوند يې لوی تاريخ دی، هغه د يو شهزاده، پاچا، د ازادۍ د جګړې مشر، د عصريتوب او پرمختګ غوښتونکي او پر دې ټولو سربېره يوه انسان په توګه بايد مطالعه شي، غازي د تاريخ سړی دی او تاريخ خپلې کيسې لري، هغوی چې د غازي په اړه بې مطالعې يوازې د سياسي ليد په تقاضو او جذبو کې يوطرفه جاده اخېستې، دوی بايد د تاريخ پر لمن د غازي د اسمان پر ځلېدونکو ستورو سربېره راړنګ او کوټه شوي هغه هم مطالعه کړي، هلته ډېر څه شته چې مونږ د دغه ستر انسان په اړه له جذبو او کينو ګوښه کوي، مونږ حقيقتونو ته اړتيا لرو او تاريخ پر دې حقيقتونو ډک دی…
د غازي پر نقد قدغن بايد ونه لګول شي، ژوندي ملتونه تل له تاريخه زده کړه کوي، له دې ملته د دې حق مه اخلئ چې پوښتنه وکړي او ووايي چې ولې د پنډۍ په تړون کې د ډېورنډ کرښه بيا ځلې په رسميت ومنل شوه؟ ولې ومنل شول چې افغانستان د جنګ عامل دی؟ په هند کې يې د امير حبيب الله خان شتمني ولې انګليسانو ته پرېښوده؟ غازي ولې د روسيې له سفير ميخايل باروين سره ومنل چې پنجده ورڅخه نه غواړي؟ غازي ولې د اروپا په شپږ مياشتيني اوږده سفر ووت؟ هغه ولې قاضي عبدالرحمن وواژه؟ ولې اروپايي فرهنګ جبري شو؟ د ښځو له سرونو څادرۍ ولې لرې شوې؟ داسې حالت ولې راغی چې د ارګ په شاوخوا محجبې ښځې او د لنګوټو او ملي لباس وګړي نه شوای تېرېدلی؟ شپو خولۍ، امسا، نکټايي او دريشي ولې جبري شوه؟ ولې يې د تر څلورو ښځو پورې نکاح منعه کړه؟ او دېته ورته ډېرې پوښتنې شته، دا ادعاګانې نه دي، دا هر څه په تاريخ کې ليکل شوي، له همدې امله د تاريخ مطالعه انسان له جذباتو ايساروي، او د عقل او منطق حساب ته يې کېنوي.
له دې ټولو سره غازي زمونږ د تاريخ يو وياړلې قضيه ده، هغه زمونږ د ازادۍ سمبول او د پرمختګ راز دی، خو غازي چې کومې اشتباه ګانې کړي هغه ته نامعقوله خياطي نه ده په کار، پر اشتباه ګانو اعتراف د معقولو خلکو کار دی، له بده مرغه همغه مهال غازي د يو شمېر لنډپارو او جذباتي ترکي زده کړ ځوانانو په بنډار کې ايسار وو چې پايله يې د غازي د پرمختګ د ارمانونو هغسې وژل وو چې بايد نه وای شوي.
په دې اړه بله خبره دا ده چې سمه ده غازي د اروپا له سفره په راستنېدو ډېره بيړه وکړه، داسې سمونونو ته يې لاس واچاوه چې له پرمختګ سره يې اصلاً اړيکه نه درلوده، خلکو او علماو داسې و انګېرله چې ګنې غازي نور له خپل مسيره ستون شوی او پر ديني ارزښتونو راګرځېدلی، نو د غازي د دې کړنو په وړاندې چې ملايانو او خلکو کوم غبرګون وښود، دا هم مناسب نه وو، کاشکې چې هلته د ولس شعور داسې وای چې له نورو بديلو لارو يې پر پاچا فشار وارد کړی وای او جګړه ييز برخورد نه وای شوی، که نه نن به مونږ د اسيا په سطحه پرمختللی او عصري هېواد وای.

ملا او د ازادۍ جګړه!
د انګليس پر ضد د ټولو جګړو يو تاريخي واقعيت دا دی چې د ولس په منځ کې دا جګړه کومه تشه جګړه نه وه، دا ټولې غزاګانې وې چې کله غازي محمد ايوب خان د ميوند پر دښتو ګټلې، کله په کې مکناټن وژل کېده، کله کيوناري په کې سوځېده او کله د دوی له اتلس زره لښکره يوازې ډاکټر برايډن ژوندی پاتې کېده.
کله چې په وروستۍ جګړه کې غازي امان الله خان دې جګړې ته جهاد ووايه نو خپلې جګړې او داعيې ته يې ديني مشروعيت پيدا کړی وو، هغه چې بيا په همدې رنګ کې وګټل شوه… زمونږ د ازادۍ دغو ټولو جګړو ته پر ميدان روحاني او ديني ميړني ولاړ وو، د هډې ملا صاحب، د ترنګزو ملا صاحب، د چکنور ملا صاحب، فقير ايپي او نور ډېر ملايان او روحانيون د دې جګړو قهرمانان دي، په وروستۍ جګړه کې کله چې ختيځ محاذ د صالح محمد خان او وزير محمد ګل خان بابا پر شاتګونو ماتې ته سپارلو هلته همدې ملايانو دا محاذ وګاټه، ملايانو او روحانيونو د انګليس پر ضد د افغان جګړې مشروعيت رامنځته کاوه او اسلام د دې غزاګانو منطق درلود، زمونږ په دې حماسو کې د دين او ملا نقش زمونږ د تاريخ زرين بابونه دي.
په کوزه پښتونخوا کې هم د ازادۍ مبارزه ديني عالمانو پر مخ وړې، که يوازې د کوزې پښتونخوا د ازادۍ مشر خان عبدالغفارخان کتاب زما ژوند او جد و جهد ولوستل شي نو وبه ګورئ چې هلته د ازادۍ د جګړې مشري څومره ډېرو عالمانو کړې، خپله د باچا خان اړيکې له همدې عالمانو سره او بيا وروسته د دېوبند له مدرسې سره يو ديني پول دی چې له بده مرغه وروسته د خان اولادې مات کړ.

دوی د ملا له ښکنځلو څه غواړي؟
دا نن چې څوک د غازي په سر ملا ښکنځي هغوی خپل تاريخ ښکنځي او هغوی د ازادۍ د جګړې منطق او مشروعيت ښکنځي، دوی ولې ملا ته شنه او سره کېږي؟ که خبره د ازادۍ وي نو ملا او د روحانيونو مريدان د همدې ميدان سربازان او قومندانان وو، خو دا چې نن د ايډيالوژيو په شينتوب کې دوی د منطق له تشې پر ملا چېغې وهي اوکنځلې کوي، دا د دوی سکولاره داعيه ده، دوی به کله هم د خپل تاريخ پر اسلامي ارزښت و نه وياړي، دوی به کله هم د ازادۍ له جګړې سره د ملا او روحانيت اړيکه ياده نه کړي، ځکه د دوی سټراټيژيک راتلونکی پر اسلام نه ولاړ سياست او ټولنه ده… که د ازادۍ د جګړې په دا دومره ډېرو مبارزو ملايانو کې يو يا څو ملايان د دوی له پامه بد دي او د جاسوس ټاپه پرې لګوي نو ولې دا د پنډۍ په تړون کې يې چې د ډېورنډ کرښه بيا منله دا هم ملا امضا کړې وه؟ علي احمد خان چې د پنډۍ تړون امضا کاوه ولې يې د جګړې غالب افغان لوری انګليس ته څملاوه؟ تر دې مخکې انګليسيان چا راغوښتي، چا ورسره مرسته کړې او څوک يې پر تخت کېنولي؟ که تاريخ مطالعه کړو نو زمونږ د هېواد د ناخوالو او جګړو بېخ د ملا ضد کړيو لاندې شين دی، په دا لنډ تېر تاريخ کې د بې ثباتۍ او کودتاو پيل هغوی وکړ چې دين يې د ټولنې اپيوم باله او د دين په نوم يې بسته ملت سره جګړه وکړه او دې جګړې ته يې شورويان راوړل، وروسته بيا نورو ښاغلو ناټو مېلمنه کړه…
هغوی چې له ملا سره دومره عناد پالي او په کنځلو يې ستوني پړسېدلي، دوی ټولنه پر ديندارو او دين ضدو ويشي، دغه ويش ډېر خطرناک دی، دوی د دې هېواد راتلونکی پر ټکر دروي، دوی ټولنه داسې ويشي چې هيڅ مشترکات نه لري، تل به په جګړه وي او تل به ثبات نه وي، مينه به نه وي، کرکه به وي او جنګ به وي، که نه دوی ښه پوهېږي چې دين د دې ټولنې روح دی.



ازادي غازي او ملا لیکنه
t