افغانستان کې د امريکا او ايران د جوړي هڅه

افغانستان کې د امريکا او ايران د جوړي هڅه

راپورونه وايي داسې هڅې روانې دي څو د ايران او امريکا ترمنځ ستونزې حل سي ځکه نو په همدې موخه افغانستان کې پټ چينلونه فعال سوي دي
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکي یو شمېر هېوادونه غواړي د ایران او امریکا ترمنځ ستونزه حل کړي نو له همدې امله یې د پیغامونو د تبادله کولو لپاره په افغانستان کې پټ چینلونه جوړ کړي دي. سرچینه لیکي دغه هېوادونه هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ خرابېدونکی وضعیت سم لوري ته بوځي او ددواړو هېوادونو ترمنځ پر مشترکو ټکو او ګټو تمرکز وکړي.
ددې څرګندونو ترڅنګ دا هم ويل سوي چې د افغان سولې په هکله هم د ايران د ډاډ او همکارۍ په هکله خبرې سوې، خو تراوسه په رسمي ډول نور جزيات نسته




t