ملا رسول ډلې د هیبت الله د ورور وژل ومنل

ملا رسول ډلې د هیبت الله د ورور وژل ومنل

د ملا رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوې انشعابي ډلې د طالبانو د یوه بل مشر ملاهیبت الله د ورور د وژنې مسولیت اخیستی.

یادې ډلې ویلي: ملا احمدالله برادر مو د افغانستان په لویدیځ کې د هیبت الله ډلې له لورې د خپلو وسله والو د وژل کیدو په غچ اخیستو کې وژلی.

احمدالله د جمعې په ورځ د کویټې په یوه جومات کې د چاودنې پر وخت له ۳ تنو نورو لمونځ کوونکو سره وژل شوی او ۲۲ نور په دغه پېښه کې ټپیان دي.

افغان حکومت دا پېښه غندلې ده.




t