عالیه په (Inshallah) فلم کي د سلمان خان ضد رول لوبوي

عالیه په (Inshallah) فلم کي د سلمان خان ضد رول لوبوي

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې عالیه بهټ به د سلمان خان په را روان (Inshallah) فلم کي د سلمان خان ضد رول ولوبوي، عالیه وايي، کله چي يي دا خبره واوریده نو ډېره حیرانه سوه، اود ډېري خوشحالې نه پوهیده، چي څه وکړي.

عاليې بالیووډ هنګاما ته د هغه پوښتني په ځواب کي چي د هغې عکس العمل د یاد خبر اوریدو وروسته څه و، وویل:(( زه ښار کي نه وم، د یو څه تر سره کولو لپاره د هیواد بهر تللې وم. ما ته تلیفون راغي او په فلم کي يي د رول په هکله وویل، زه ډېره خوشحاله سوم او د کور یو کونج ته لاړم پنځه واره پورته او کښته می جمپ وواهه. د دېري خوشحالې څخه حیرانه وم چي څه وکړم.))

سلمان خان او عالیه

نوموړي همدار راز زیاته کړه چي د فلم د شوټينګ چاري به په راتلونکي اوني کي شروع سي. دا به د سلمان خان او عالیې لوموړنی فلم وي چي دواړه پکښي لوبېږي هغه هم د یو بل په ضد رول کي.

پاته دي نه وي چي عالیه اوس مهال د یو بل فلم لپاره هم اماده ګي نیسي. هغه د کرن جوهر په یو بل فلم (Takht ) اود خپل پلار مهیش بهټ په (Sadak 2) فلم کي ولوبېږي.



بالیوود فلمي نړۍ
t