د لاسونو ساتنه!

د لاسونو ساتنه!

ډاکټر عبدالولي اعتماد ”د پوستکي او ښکلا متخصص“
لکه څنګه چي د مخ او سر پوستکی ساتني ته اړتیا لري همدا رنګه لاسونه هم و ځانګړي ساتني ته اړتیا لري، وروسته د مخ څخه لاسونه دي چي ډیر لیدل کیږي او همیشه لڅ وي.
لاسونه د لمر، هوا او کیمیايي موادو سره چي په پرېولونکو موادو موجود وي په اړیکه کي وي. د لاسونو د روغتیا او ښکلا لپاره د نظافت سربېره باید و لاندي ټکو ته پاملرنه وکړو.

۱٫ د نرمېدونکو کریمو استعمال:
لاسونه مو هر کله په نرمېدونکو کریمونو باندي غوړ کړی په ځانکړې توګه د حمام ، لوښو پریولو او کالو پریولو وروسته د بیدېدو په وخت کي مو هم لاسونه غوړ کړی، دا کار ستاسي لاسونه د کیمیايي موادو د ضرر څخه ساتي او لاسونه مو نرموي.

۲٫ د لمر د وړانګو څخه د لاسو ساتنه:
د لمر ضد کریم مو ددې تر څنګ چي په مخ وهی پر لاسونو یې هم استعمال کړی، د لمر وړانګي ستاسي لاسونه تاریکه کوي، وچوي یې، او د لاسونو پر شا مو تور ټکي او قهویي لکې پیداکوي.

۳٫ د ډاکټر د مشورې سره سم د لایې پورته کونکو کریمونو استعمالول د لاسو د سپينېدو او پاکېدو لامل ګرځي.

۴٫ د لاسو د نوکانو د ژولو څخه پرهیز:
د لاسو د نوکانو ژول یو غیري ارادي کار دی چي د تشویش په وخت کي یې ناروغان ژويي که چیري تاسي په داسي حالت باندي اخته یاست د پوستکي د ډاکټر سره مو مشوره وکړی. د نوکانو ژول هم د نوکانو او لاسو ښکلا او روغتیا دواړه زیانمنوي. دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا وړاندي کیږي.

۵٫ د نوکانو سم پرې کول یا اخیستل:
مخکي د نوکانو د اخستلو څخه مو نوکان د ۵ دقیقو دپاره په اوبو کي کښېږدی یا هم د حمام کولو وروسته مو نوکان واخلی، دا کار ستاسي نوکان جذاب، نرم او ښکلي کوي او د نوکانو په پرې کولو کي درسره مرسته کوي.

۶٫ د لاس په پرېولولو کي د مناسب صابون استعمال ډیر ارزښت لري، تیز او مخرش صابون کولای سي ستاسي د لاسو پوستکي ته زیان ورسوي نو ښه به دا وي چي د ډاکټر په مشوره مناسب صابون استعمال کړی.

۷٫ د کالو او لوښو پریولو پر مهال د دستکلو څخه کار واخلی او هڅه وکړی چي و دستکلو ته مو اوبه ورنسي. که دهغه دستکلو څخه کار واخستل سي چي خولې جذبوي ډیر به ښه وي.

۸٫ و خوړو ته مو پاملرنه وکړی، ښه خواړه د ټول بدن پر روغتیا سربیره د لاسو پر پوستکي هم اغیزه لري. د ښه غذا خوړولو پرته هیڅکله نسی کولای چي روغ پوستکی او بدن ولری نو هڅه وکړی چي د سبزیجاتو او میوجاتو څخه ډیر کار واخلی.



روغتيا لاسونو ساتنه معلوماتي
t