روانه خونړۍ جګړه به کله پای ته رسېږي؟

روانه خونړۍ جګړه به کله پای ته رسېږي؟

بسم الله وطن دوست د سولي ولسي حرکت ویاند

په افغانستان کي روانه جګړه په څو دلیله ژر له منځه نه ځي. یو: دلته جګړه زموږ نه ده، زموږ په خوښه نه ده او نه هم زموږ په اراده مخ ته روانه ده. دوهم: دلته جګړه ځکه ورځ تر بلي پراخېږي چي افغان ولس ئې په وړاندي پاڅون نه کوي او ږغ نه پورته کوي. درېيم: دلته جګړه د جیپولیټیک موقعیت له کبله روانه ده او د افغانستان غرونه، سیندونه، کانونونه او ځنګلونه د دې لامل سوي چي جګړه توده مخ ته ولاړه سي. څلورم: د زده کړو د کچي ټيټوالی هم د رواني جګړې د یوه مرستندویه عنصر په توګه کار کوي. پنځم: د ځمکني، هوايي، مخابراتي او نورو اړوندو برخو او سرحدونو نه څار د جګړې له بنسټګرو سره همکاري کړې او کوي يې چي پرته له ډېرو هڅو او لګښتونو د دوی په خوښه جګړه مخ ته ولاړه سي. شپږم: اوږدو جګړو مهاجرتونه رامنځ ته کړه او مهاجرتونو له استخباراتي، جنګي او پوځي ادارو سره د هغوی په پروګرامونو مخ ته وړلو کي زښته همکاري کړې او کوي. اووم: په داخلي سیسټم کي د منظمو پلانونو، اشخاصو، ارادو او له هیواد سره د میني نشت زمینه برابره کړې چي د نړۍ هره استخباراتي اداره زموږ په رګونو کي لا د خپلو ګټو اړوند معلومات ترلاسه کړي. اتم: دلته جګړه له روسیې، چین او په اسیا کي له یو شمېر نورو هیوادونو سره د ډغري وهلو له پاره رامنځ ته سوې او مخ ته روانه ده. د جګړې څخه د خلاصون لار: لومړی ټول ولسونه دي د هر ډول جګړې، تېري او ظلم په وړاندي ږغ پورته کړي او نور دي له غفلته راووځي. دوهم: څونه چي ژر کېږي باید ښوونیزي ادارې له فساده پاکي کړه سي او هلته داسي ښوونیز او روزنیز پروګرامونه چمتو کړه سي چي روان او راتلونکی نسل د هیواد په مینه پوه کړي؛ کله چي زموږ ښوونیزه برخه پیاوړې سوه بیا نو کولای سو چي د دښمن په هره اراده پوه سو. درېیم: د جګړې د پیکه کولو یوه لار دا ده چي داخلي سیسټم وپلټل سي او جاسوسان له منځ یووړل سي، څوک چي د پردیو د جګړو له پاره ځای پر ځای کړه سوي دي. څلورم: سرحدونه، هوايي حریم او مخابراتي ترافیک که مو په خپل لاس کي واخستل، نو د استخباراتي او جنګي ننګونو اړوند به وړاندي خبرېږو او چمتووالی به ورته نیسو. له بده مرغه اوس خو هوايي حریم نه زموږ په اختیار کي نه دی او نه هم مخابراتي سیسټم. اوس چي موږ ټلیفون استعمالوو او یا هم له انټرنیټه ګټه اخلو داسي یو لکه د بام پر سر چي په لاوډسپېکر کي خبري کوو، هر څوک ئې اوري او ویني. پنځم: په حکومت کي دننه د درې ګونو قوتونو همږغي، په دغو برخو کي اصلاحات، د دوی له لوري د قوانینو نه ماتول، د دوی له لوري له قوانینو سره سلیقوي چلند نه کول، ټولو هیوادوالو ته د قانون له مخي یو شان کتل او د قانون له مخي جدي پرېکړي کول هم د جګړې برخي کمزوري کولای سي. له بده مرغه اوس خو پولیس غله ونیسي څارنوال او قاضي جېب خوږ کړي او هغوی ایله کړي. یا هم اړوند مسؤلین لا له وړاندي معامله ورسره کوي. مسؤل پر رشوت ټينګ سي، سبا خلاصي تڼۍ بازار کي ګرځي. زورواکي ته برئت ورکوي او مسکین تخته کوي. هر مسؤل تر خپله وسه له ولس سره زور کوي او د هغوی حقونه تر پښو لاندي کوي. دغه حالت یو شمېر کسان عقدمند کړي او وسلې ئې پورته کړي دي.

حاجي غلام محمد معصومي د سمون مدني ټولني مشر

دا چي په ګران افغانستان کي څلوېښت کلني جکړې په بېلابېلو وختونو کي د دې خاوري اصل بچي اخيستي او اوس يې هم اخلي. زما په نظر، يو مشکل چي د ۱۳۵۷ کال څخه را شروع سوى دى هغه بې عدالتي ده، دلته د عدالت تر نامه لاندي مبارزه شروع سوې، خو په حقيقت کي بې عدالتي ده، هر وخت ولس سرګردانه او د سولي لپاره يې قرباني ورکړې ده، اوس چي کلونه تېر سوي دي، زموږ خلک يې سخت بې اعتماده، بې اتفاق او بې رهبره سوي چي دا مهال زموږ ولس هم سولي ته تږى او هم بې باوره سوى دى، اوس چي د سولي خبري رواني دي او افغان ولس يې شېبې شماري، خو داسي انکېرني هم نسته چي دلته لا د خارجيانو غوښتني نه دي منل سوي او لا د منطقې خبري پا ته دي او د نوي جنک لپاره نوی بستر هوارېږي، خو په هر حال اوس مهال زموږ د ولس هيلي د سولي خواته ډېري سوي او خداى ج دي وکړي چي د طالبانو سره د سولي وروسته په موږ کي داسي يو رهبر پيدا سي چي ټول ولس په يوه ټغر سره راټول کړي، اوس خو ټول جنک پر ولس دى او اصلي خساره هم ولس ته رسېږي، باور وکړى چي هره ورځ څلور سوه افغانان وژل کېږى، دا که طالب دى، که حکومت دى، که ولس دى، خو افغان دى، دلته بېکاري ده او دښمن زموږ د خلکو څخه سخته ګټه پورته کوي او تبليغ هم په پسې دى. په داسي حال کي چي زموږ همسايه ګان حريس او زموږ خلک بې علمه او حکومت مو ضعيف، نو الله ج دي پر موږ ورحمېږي، تر څو موږ يو سو، د خپل وطن او خلکو ګټو ته وفاداره واوسو. دلته د ۴۵ مملکتونو د حضور سره سره موږ يې په کورني جنک اخته يو، خو اوس زموږ هيلي ډېري سوي چى، څو طالبان به په نظام راګډ سي او دلته به د يو څه وخت لپاره قراري سي، خو وروسته بيا مشکلات پيدا کېږي، که د دې پلا افغانانو د يووالي لپاره کار ونه کړ، نو د ډېر وخت لپاره به بيا مشکلات ولرو.

عبدالحق ځواکمن مدني فعال

په ټوله نړۍ او تاریخ کي د افغانستان جګړه اوږده جګړه بلل کېږي، خو روانه جګړه هغه وخت پای ته رسېږي، تر څو څلور اړخونه په ایماندارۍ او رښتنیولۍ سره کار وکړي. ۱ نړیوال هيوادونه ۲ سیمه يیز هيوادونه په داخل هيواد کي سیاسي ګوندونه، علماء، قومي مشران، مدني ټولني او ځوانان. نړیوال هيوادونه: افغانستان د اسیا زړه بلل کېږي چي منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سره وصلوي او د دې تر څنګ د نړۍ د بام په نوم هم یاد سوي، نو همېشه د نړۍ د پیاوړو هيوادونو د سیالۍ میدان ګرځېدلی دی، لکه د روسيې او پخواني برتانیا د مقابلې میدان یې ګرځېدلی و، د هغه څخه وروسته بیا د امریکا او روسیې سړه جګړه پیل سوه. که چېري موږ دا څلوېښت کلني جګړې ته متوجه سو، نو په زغرده ویلای سو چي د افغانستان جګړه ۶۰ فیصده د نړیوالو سترو قدرتونو جګړه ده او دوی تر منځ سیالي روانه ده. باید ووایو چي اوس نړیوالو ته قناعت ورکړل سي او په ګډه پر مشترکو ګټو کار وسي، یو په اصل کي اوسني جګړه پر اقتصاد راګرځي، نو په دې خاطر د نړیوالو ګټو ته یو واضح پلان جوړ سي، تر څو د نړیوالو د قناعت وړ وګرځي. کاونډیان! تر حده زموږ په هيواد کي د هند، پاکستان، ایران او سعودي نیابتي جګړه او سړه جګړه روانه ده، غواړي چي افغانستان له لارې خپل جګړه مخته بوځي. د هند او پاکستان اړیکي د کشمیر او اوبو پر مسئلې باندي خړي پړي او همداسي نظامي رقابتونه هم سره لري، دوی دواړه ستر قدرتونه او اټومي هيوادونو دي، نو خپل منځ کي جګړه نه سي کولای، نو غواړي خپل سیاسي لوبي په افغانستان کي مخته بوځي، تر څو یو پر بل باندي فشارونه واچوي. د حل لاره دا ده چي د افغانستان حکومت د هند او پاکستان سیاسي توازن وساتي او دواړو هيوادونو په وړاندي یو واضح پالېسۍ او ستراتیژي ولري، خپل ملي ګټي په نظر کي ونیسي، که چیري پاکستان بیا هم نیابتي جکړه مخته وړي، نو افغان حکومت ته پکار ده چي د پاکستان وړاندي یو تیوري جوړه کړې، تر څو پاکستان مجبوره سي خپل ناوړو کړنو څخه لاس واخلي. د سعودي او ایران هم په افغانستان کي نیابتي جکړه مخته وړي. دا دوه هيوادونه ډېر تاریخي مشکلات او ستونزي لري، نو افغان حکومت ته پکار ده چي د دواړو هيوادنو توازن وساتي. زموږ هيواد په ډېر بحراني حالت کي کرار لري، نو سیاسي ګوندونو، علماوو، مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنو ته پکار ده چي یو قوي اجتماع جوړ کړي او تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او د هيواد ستونزو او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د هغو هيوادونو په وړاندي یو موټي سي، کوم هيوادونه چي دلته د خپلو ګټو لپاره جګړه پر مخ بیایي او ټول اجتماعي او سیاسي نهادونه باید د جوړېدو په پار یو ږغ پورته کړي.

نعمت الله وفاء د سیاسي علومو استاد

جګړه په هر حالت کي ناورینونه زېږوي، ډېری هیوادونو له دې پړاونو څخه په ډېره سختۍ سره ځان ایستلی دی او که کوم هیواد په جګړه کي د اوږده وخت لپاره پاته سوی وي، نو اوس یې لا هم آغېزې پرې لیدل کېږي. د هیواد له اوسني ناورین څخه څلوېښت کلونو زيات وخت کېږي، خو لا هم معلومه نه ده چي کله او څنګه به پای ته ورسېږي. جګړه هره ورځ د سلګونو وګړو قرباني اخلي، سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنوي او په زرګونو نور ورسره غمګینوي. په هیواد کي روانه جګړه اقتصادي، سیاسي او ټولنیز اړخونه لري چي باید په بېل بېل ډول څېړل او بحث پرې وسي، له اقتصادي اړخه هیواد مو یو غریب او بېوزله هیواد دی، په وچه کي راګیر پا ته کېدل، اوږدمهاله وچکالي او د اوبو ناسم مدیریت هیواد په یاد کړکېچ کي راګیر ساتلی دی. له سیاسي اړخه په هیواد کي د بېلابېلو فکري فرقو، شتون، مذهبي او قومي اختلافاتو هم د هیواد به ناامنه کولو کي رغنده برخه ترسره کړې ده. سیاسي رهبران د دې لپاره چي واک ته ورسېږي له هري لاري څخه قدرت ته رسېدونکي وسیلې په توګه کار اخلي، که څه هم پایله به یې په هیواد کي قومي، ژبني، نژادي، مذهبي او حزبي مخالفتونه وي. پراخه فساد په حکومتي چوکاټ کي او د ولس نه ژمنتیا د یادو ستونزو په وړاندي مبارزه هغه څه دي چي هیواد یې د بدبختۍ کندي ته غورځولی دی، چي یادو ستونزو په ټولنیز چوکاټ باندي د پام وړ آغېزې لرلي دي. د جګړې بل اړخ بهرنی دی، یو شمېر ګاونډي هیوادونه په دې هڅه کي دي چي وکولای سي د دې هیواد له ټولو شتو څخه برخمن سي، ځکه نو تل یې د مداخلې سیاست خپل کړی، هڅه یې کړې، تر څو هیواد کوم سیاسي ټیکاو ته ونه رسېږي، چي د هیواد له ناامنۍ او ناارامۍ څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړي، اوس په کار دا ده چي د هیواد اوسنی ناسم وضعیت د ښه کولو لپاره ولس لاس په کار سي. د سیاسینو لپاره ښایي چي د خپلو شخصي ګټو لپاره ملت قرباني نه کړي، ملي يووالي ته ژمن او هیوادنۍ مینه وپالي.

عرفان حسن سیاسي فعال

په ګران هيواد کي د رواني جګړې پيل تاريخي مخينه لري، په کال ۱۳۵۴ کي پخوانيو اخوانيانو د وخت د حاکم حکومت سردار محمدداؤد خان پر حکومت کودتا وکړه چي تر شا يې زموږ د هيواد حريصو همسايه ګانو لاس درلود او مداخله د هغوی وه، اما ياده کودتا ناکامه سوه، چي وروسته بيا د خلقيانو کودتا صورت ونيو او په اته پنځوسم کال کي پخوانی شوروي اتحاد افغانستان ته راغی. د شوروي له راتګ سره سم د غرب او اسلام آباد حساس سو او د ځپلو لپاره یې تقريبا سره لاس يو کړ، همغه و چي د مجاهدينو په قوت سره یې شوروی راوپرځاوه، په دې کي ګټه متحده ايالاتو او اسلام آباد وکړه، اما مالي او ځاني قربانۍ افغانانو ورکړلې. په ميليونونو افغانان شهيدان، معيوب او مهاجر سول.. او روانه جګړه متاسفانه تر ننه هم دوام لري او په هره برخه کي یې افغانانو ته زيان اړولی دی، زموږ ملي ارزښتونه لوټ سول، فقر مو ورځ تر بلي زیاتېږي، هيواد مو کنډواله سو، تر پنځوس سلني افغانان په رواني ناروغيو اخته دي او نور… د رواني بې رحمه جګړې د ختمولو لپاره کورنی عامل او هم بهرنی عامل اړين دي، په کوردننه د ځينو چارواکو په جګړه کي مفاد خوندي دي، څو چي د دوی مفاد خوندي وي، د جګړې د ختمېدا مخالفت به کوي، د دوی اصلا په جګړه کي ګټي خوندي دي، که سوله وي، نو دوی هيڅ راز تخطي نه سي کولای ځکه چي ملت یې له ګرېوان رانيسي. همدا اوس د کابل چارواکي په میليونونو افغانیو د برېښنا پوروړي دي چي دا یې يوه کوچنۍ بېلګه ده. په بهرني عامل کي که چېري متحده ایالات جمع د سیمي هيواونه وغواړي، نو سوله راتلای سي. له بلي خوا جنګ پر اقتصاد دی، جنګ په نړیوال سټېج کي د خپلو سيالانو ځپل او له پښو غورځول دي چي د زبرځواکونو لپاره د اسيا زړه افغانستان جيوپولیټیک اهمیت لري، تر څو له دې ستراتيژيکي نقطې پر نړۍ تسلط ولري. فلهذا متحده ایالات او د سیمي هيوادونه باید د سولي په روانو مذاکراتو کي رښتيني واوسي. بل لور ته طالب هم باید د افغان حکومت سره خبرو ته حاضر سي. د مذاکراتو اصل دا دی چي څه به اخلې او څه به له لاسه ورکوې، نو زموږ هیله دا ده چي طالب له حکومت سره د مذاکراتو مېز ته حاضر سي او د توافق په پایله کي د حکومت برخه وګرځي او په ګډه د هيواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وسي.

محمد عادل عزیزي لیکوال او ژورناليست

په افغانستان کي روانه خونړۍ جګړه چي اوس یوې اوږدې مخینې ته رسېدلې ده، هغه وخت له منځه تلای سي، چي په کوردننه کي مو سیاست متحد وي او پاشلی سیاست او پاشلی سیاسي قدرت له منځه لاړ سي. دغه راز که ګاونډي هیوادونه او د نړۍ یو شمېر قدرتونه د خپلو کوچنیو موخو تېر سي او افغانستان ته د اسیا په زړه کي د یو خپلواک هیواد په توګه وګوري او د افغانستان د سولي په تړاو سیمه يیزه او نړیواله اجتماع رامنځ ته سي.

 



ټاټوبی او خلک
t