خدای ته ژړا: د ګنهګار ځوان کیسه!

خدای ته ژړا: د ګنهګار ځوان کیسه!

د مالک دینار رحمه الله په وخت کې یو ځوان چې همیشه یې ګناه کوله، د ګناه او معصیت په حالت کې له دنیا لاړ ( مړ شو ).
خلکو د هغه د جنازه او تدفین ونکړ او همداسی یې په یوه بېکاره ځای کې وغورځاوه ترې لاړل، مالک دینار رحمه الله د شپې خالق تعالی په خوب ولید ورته یې وفرمایل:
ورشه! زما بنده ته غسل او کفن ورکړه او د صالحانو په مقبره (هدیره) کې یې دفن کړه!
مالک دینار رحمه الله عرض وکړ: هغه د فاسقانو او بدکارانو له ډلی نه ؤ، څنګه هغه د الله تعالی په درګاه کې کې مقرب شو؟
خالق تعالی وفرمایل:
په وخت د زنکدن کې یې په لمدو سترګو او ژړغوني غږ وویل:
یَا مَنْ لَهُ الدَُنْیا وَالْاَخِرَۀُ أِرْحَمْ مَنْ لیْسَ لَهُ الدُّنْیَا وَالْاَخِرَۀُ.
ژباړه: ای هغه څوکه! چې دنیا او اخرت د هغه دي، رحم وکړه په هغه چا چې نه دنیا لري او نه اخرت
دیناره! کوم دردمند زما دربار ته راغلی چې د درد لپاره یې درمان نه یم جوړ شوی؟ او کوم حاجت مند له ما څخه د خپل حاجت غوښته کړی چې مې نده ور پوره کړی؟

#توجه: الله تعالی فرمایي: نَبِّئْ عِبَادِىٓ أَنِّىٓ أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
اې پېغمبره! صلی الله علیه واله وسلم!
زما بندګانو ته خبر ورکړه چي زه ډېر بښونكى او مهربان يم.
پس هغه ذات جل جلاله ته د خپلو ګناهونه عجز وړاندې کړۍ، اوښکې توی کړۍ او همغه ذات نه د خپل حاجت غوښتنه د زړه په صدق وکړۍ، بېشکه هغه ډیر مهربانه او کریم ذات دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
فتح الله کاشاني: تفسیر (منهج الصادقین)
ایت الله کلباسی: کتاب (انیس اللیل)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه: راسخ مصلح الدین
شېرول يې صدقه ی جاریه ده



اسلام ليکني او ژباړي
t