ځوانانو ته د کاري فرصتونو نه شتون څومره د اندېښنې وړ ده؟

ځوانانو ته د کاري فرصتونو نه شتون څومره د اندېښنې وړ ده؟

حفیظ الله پوپل په کندهار کي د ځوانانو چارو امر

د ځوانانو د عمده مشکلاتو له جملې تر ټولو ډېر زوروونکی یې اقتصادي مشکل دی. همدا راز ځوانان تر تولو ډېر د بېکارۍ زورېږي، د ځان وژني رانیولې، تر غلاوو، وژنو، تښتونو او کورنیو ستونزو سرچینه یوازي اقتصادي مشکلات او بېکاري ده. که څه هم هر کال د دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه په زرهاوو کسان فارغېږي، خو د دوی تر نیمایي ډېره فیصدي یې بېکاره پاتي کېږي. له بلي خوا حکومت د ټولو د پر کار کولو توان نه لري او زمینه سازي هم نه سي ورته کولای، ځکه حکومت د خلکو د ډېري لږي فیصدي څخه تشکیل سوی، نو امکان نه لري ټولو ته د کار زمینه مساعده کړي. د دې تر څنګ ملي تجاران هم مکلف دي چي د ځوانانو پر کار کولو ته کار وکړي، فابریکې جوړي کړي، تر څو دوی هم د عامو خلکو او ځوانانو په اړه خپل مسؤلیت ادا کړی وي. له بله اړخه ځوانانو ته هم ضرور دا ده چي کوچنیو او لویو تجارتونو ته مخ کړي او د کسبکارانو سره په ګډه د ځینو نوو کسبونو او یا زړو کسبونو پر عامولو او پراخولو باندي کار وکړي، د مسلک اړوند کارخانې جوړي کړي لکه د خیاطانو یوه داسي کارخانه چي په یوه ورځ د سلو یا زرو کسانو لپاره لباس اماده کړای سي، چي بدبختانه تر اوسه هم د شخصي مکاتبو لباسونه ګاونډيو هیوادونو ته د جوړولو لپاره استول کېږي، ځکه دلته داسي کارخانې وجود نه لري چي دا کار په یوه ورځ وکولای سي، نو د ټولو ځوانانو لپاره لازمه دا ده چي په اتفاق سره او یو د بل په همکاري داسي کسبونه انتخاب او اماده کړو چي د دوی تر څنګ د لسهاوو نورو ځوانانو د پرکار کولو توان ولري، تر څو د یوې خوا د بېکارۍ د بحران مخه نیول سوې وي او د بله اړخه به د ناخوالو، ځان وژنو او غلاوو په ګراف کي هم کمښت راغلی وي. افغانستان چي خوشبختانه د نړۍ د هغو هیوادونو له جملې څخه دی چي د ځوانانو فیصدي هم پکښي تر تقریبا ۶۵ سلنه پوري رسېږي، اما د جنګ جګړو او د بدبختیو له نتیجې دا قشر بیا هم د ډېرو مشکلاتو او بحرانونو سره مخ دی او تر ټولو ډېره قرباني هم ځوانان ورکوي.

بریالی رحیمي لیکوال او ژورنالیست

د افغانانو لپاره بې کاري يو ناورين دى!

بې کاري هغه ستره ننګونه ده چي د اوسنۍ رواني جګړې د ملا تير جوړوي او له همدې امله افغانان په هر ناوړه کار لاس پوري کوي، ځکه يو سالم مصروفيت نه لري .

د بهرنيو رسينو په حواله، چي په افغانستان کي دا مهال ١٤ ميليونه کسان د فقر سره مخ دي، کله چي ١٤ ميليونه کسان له فقر سره مخ وي، نو د دې مانا دا ده چي د هر يو کس د فقر سره يوه کورنۍ تړلې ده او دا شمېره د افغانستان ټول وګړي جوړوي، ځکه که په اوسط ډول يې محاسبه کړو او کورنۍ لږ تر لږه د پنځو تنو څخه تشکيل کړو، دا شمېره هيواد سل سلنه د فقر سره ښيي او دا فقر د بې کارۍ له وجهي دى.

اوس بايد کار مالوم سي او د کار منابع بايد وپېژوندل سي…

په افغانستان کي هر څه له دولت څخه غوښتل کېږي، په داسي حال کي چي دا نه د کار قانون دى او نه هم د خلکو اړتياوي په دې سره پوره کېداى سي.

يو دولت يوازي د کار ورکولو د زمينې د برابرولو مسؤليت پر غاړه لري!

دلته نه خلکو خپل مسؤليت اداء کړى دى، نه دولت …..

خلکو يوازي غوښتنه کړې، دولت ژمني کړي دي چي لا هم تر اوسه په عمل کي هيڅ نه دي سوي.

کله چي خلک د کار کولو غوښتنه کوي، نو اول د خپل دولت مټي پياوړي کوي، تر څو د هغه دښمن پر وړاندي مبارزه وکړي چي د پرمختګونو مانع ګرځي.

چي دولت د پرمختګ د مخالفينو  پر وړاندي ځواک ولري، نو ملي سوداګر او پانګه وال به ځان مسؤن وګڼي او پانګه به وګړي.

خو دلته په تياري ډوډۍ اموخته ملت هر څه د هغه دولت څخه غواړي چي د يوې ورځي لپاره يې د همکارۍ او پياوړتيا لپاره هيڅ قدم نه دى پورته کړى.

زما په نظر، تر څو چي خلک دولت پياوړى نه کړي، نو هيڅ کار شونى نه دى او د کار کولو زمينه به برابره نه سي.

دولتونه د ملت څخه جوړ دي او د ملت پر مټ د شته ننګونو او اړتياوو د پوره کولو لپاره مټي رانغاړي.

خلک د هغه دولت څخه کار غواړي چي هيڅ عمل يې د دولت لپاره نه دى، نو د کار کولو لپاره به زمينه د کومي خوا برابره سي.

زموږ خلک چي تر څو د بهرنيو هيوادونو د تګ خيال له سره ونه باسي، زما په نظر به هيڅ وخت په خپل هيواد کي ورته د کار کولو زمينه برابره نه سي.

په اوسني وخت کي زموږ خلک حتى متوسط  ژوند هم نه لري، د دې تر څنګ چي هر څه لري، خو هيڅ نه لري، ځکه دلته اراده نسته او د کار کولو لپاره تر ټولو مخکي اراده ضرور ده.

پانګوالو د دولت د بې باورۍ له امله خپله سرمايه په نورو هيوادونو کي مصروفه کړې ده، ځکه دلته اوس نه ځان خوندي بولي او نه هم خپله شتمني.

اوس تر ټولو دا مهمه ده چي ملت د دولت سره داسي همکاري وکړي، تر څو د دوى لپاره دا زمينه برابره سي چي د داخلي پانګوالو تر څنګ، بهرني هيوادونه هم پر يو سالم سوداګريز او خوندي سوداګريز سيستم باوري سي، نو دا ستونزه به په بنسټيز ډول له منځه ولاړه سي.

حکمت الله صلحي مدني فعال

کله چي یو شخص انرژي، اقتصادي ضرورت، وخت او د کار وړتیا ولري، خو کاري فرصت ونه لري، دغه شخص ته بې کاره ویلای سو. بې کاري پر څو قسمونو ویشلای سو: ۱ مسلکي بې کاري، هغه بې کاري ده چي یو شخص په یو ځانګړې برخه کي مهارت ولري، مګر دی د مسلک خلاف کار سرته رسوي، مثلاً: د طب فارغ بزګري کوي ۲:  غیرمسلکي بې کاري هغه بې کاري ده چي زموږ ډېر هیوادوال ورسره مخ دي، چي د کار انرژي، وخت او هر څه لري، مګر ځانګړی مهارت نه لري، دوی معمولاً هغو کارونو ته زړه ښه کوي چي مسلک ته اړتیا نه لري. ۳: اقتصادي بې کاري هغه بې کارۍ ته ویلای سو چي د یو شخص اقتصاد قوي وي، مګر دی ضرورت او د کار علاقه نه لري. بې کاري ډېر نور ډولونه هم لري، فکر کوم دغه ډولونه يې کفایت کوي. زموږ په ټولنه کي د کار پر وړاندي خنډونه ۱: په دولتي کاري فرصتونو کي شته خنډونه، د کاري بستونو پر وخت نه اعلانول، د اعلان سوو بستونو پر وخت امتحانات نه اخیستل او نتایج په ځنډ اعلانول، د امتحاناتو اخیستلو شفاف سیستم نه درلودل، تر ضوابطو روابطو ته ترجېح ورکول، رشوت، واسطه او نور فسادونه، د خلکو اعتبار د لاسه ورکول ۲:  په شخصي کاري فرصتونو کي شته خنډونه: د مسلکي کاري فرصتونو کمبود، مسلکي کسانو ته کم امتیازات ورکول، د برېښنا نه شتون او د دولت له خوا لوړ مالیات وضع کول، غیرمسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو نه برابرول، د کارموندني او د کار حقوقي بنسټونو نه شتون. په دې وروستیو کي کندهار پیوند مدني ټولني د دولتي او خصوصي سکټور د اړیکو د قوي کولو او نژدې کولو په موخه پیوند د کار موندني مرکز جوړ کړ، تر څو د بې کارو کسانو او د دغو سکټورونو تر منځ اړیکي پیاوړي کړي.

عزت الله اریال ځوان فعال

کاري فرصتونه نشتوالی او د بې کارۍ بحران کاري فرصتونه یا کاري چانسونه چي په هره ټولنه کي يې د اړتیا په اندازه شتون حتمي او ضروري دی او د نه شتون په صورت کي يې د هغه ټولني اوسېدونکي، په خاص ډول ځوانان د سختو ستونزو سره مخ وي او یا هم بېلابېلو بدبختیو ته لاس اچوي، چي له دغه ټولنو یوه هم زموږ ټولنه ده، چي سواد داره او بې سواده ځوانانو مو سرګردانه دروازه په دروازه په کار پسي ګرځي، خو په هیڅ اداره او فابریکه کي دومره کار نسته چي دوی ورباندي فقط ځان د بې کارۍ وساتي. هیواد ته د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره ځوانان په بېلابېلو برخو او پروژو کي په ډېر لوړو معاشاتو کار کاوه، حتا ځینو خو يې لوړي زده کړي او ډېر نور فرصتونه دلاسه ورکړل، په ډېر کمو زده کړو يې ښې پیسې ترلاسه کړې، خو بدبختي دا وه چي یو مو ځوانان په لوړ معاش عادت او بل طرف ته ډېرو کمو اشخاصو سره د راتلونکي فکر وه، زیاتو فکر کاوه چي هر وخت به همدا وظیفې او ډالران وي، ځکه نو په لاس ورغلي میلیونونه ډالره پیسې يې په دوبۍ او یا دلته پر بې معنا شیانو مصرف کړې او هیچا هم مالي ثبات لرونکې پانګونه ونه کړه، چي اوس نه د هغوی سره پیسې او نه هم ځوانانو ته دایمي کارونه پاته سول. او هغوی چي اوس پیسې په لاس کي لري د ښو ټولنیزو تجارتي نظریو د نه شتون او یا وېري له امله سرمایه ګذاري نه کوي، بلکي پيسې يې په صندوقونو او بانګونو کي يې ساتلي، چي که دا حالت همداسي ادامه وکړي، نو په راتلونکي کي به تر دې بدتره د بې کارۍ او اقتصادي بحران سره مخ یو. د کاري فرصتونو د منځ ته راتلو لپاره څه کول پکار دي؟ زما په فکر، چي د بې کارۍ د اوسني بحران د له منځه وړلو او کاري فرصتونو زیاتېدو لپاره باید هر څوک تر خپله توانه هڅي او اقدامات وکړي، ځکه د بېکاري د شتون له امله به هیڅوک ارامه ورځ او شپه په ټولنه کي ونه لري. هغه اقدامات چي د کاري فرصتونو ډېرېدو لپاره باید دولت وکړي: د صنعتي پارکونو لپاره د دایمي برېښنا غم خوړل، له تجارانو سره په هره برخه کي د دولت پوره همکاري او د بې ځایه سرګردانۍ او مالیو د هغوي معافول، پانګوني ته د نړیوالو هڅول، زراعت موډرن کول، کورنۍ تولیداتو ته بازار موندنه او پر خامو موادو د ماليې معافول او هغه مواد چي موږ يې خپل تولید هم ولرو مالیه څو چنده کول او په پوهنتونونو کي د محصل چپټرانو پر ځای نوښتګران روزل. هغه مسؤلیت او کړني چي د کاري فرصتونو په ډېرېدو کي يې باید تجارن او سرمایداران وکړي: په هر تجارت او کاروبار کښي باسواده او نوښتګرو ځوانانو مقررول، د ټولنیز تجارت رامنځ ته کول، د دغه اصطلاح مفهوم دا دی چي په یوه نوې طرحه سره داسي تجارت پیلول چي هدف يې یوازي کټه نه، بلکي د ډېرو کسانو پر کار کول وي، چي اوس په ټوله نړۍ کي د کاري فرصتونو ډېرېدو او بې کارۍ له منځه وړلو لپاره استفاده کېږي. هغه کړني چي خپله ځوانانو ته د کاري فرصت په ترلاسه کولو موثره دي: په خپل مسلک کي نوي طرحي رامنځ ته کول، د اوسني عصر د اړتیا سره سم ظرفیت جوړل، ټولنیزي اړیکي ساتل، رضاکاره او په کم معاش هم کار کول، د دندو پیداکولو لپاره یوازي خپل محل یا ولایت نه، بلکي مرکز کابل د ادارو په شمول انټرنیټ کي هم پلټونکي او موندونکي واوسي.

زکریا زارع ځوان فعال

د وظیفې د وړتیا سره سره د بې روزګارۍ ځورېږو. وړ او لایق ځوانان لا هم پر کورو ناست دي، د وظیفو چانسونه هغه چا ته په لاس ورځي چي پیسه او واسطه ولري. هغه ځوانان چي کلونه کلونه یې په تعلیم زحمت کښلی وي، حتا د ماسټرۍ تر کچي یې ځان رسولی وي او هغه جفا چي دی ویني او ورسره کېږي چي یو بې تعلیمه کس د پیسې یا واسطې په زور د ده پر ځای ټاکل کېږي، په دې جفا سره څنګه دا ځوان د تشویش او د عصبي مشکلاتو څپه ونه وهي. خو بیا هم افغان دولت د ځوانانو د دا ناسور زخم د له منځه وړلو لپاره کوم ګام نه دی اخستی، یو هیواد چي هغه قوت او طاقت چي په ځوانانو کي دی ونه سي ساتلای هغه هیواد به د پرمختګ بوی هم تر سږمو نه کړي. د بې روزګاریو د لمن په غځېدو سره هر کال په زرګونه ځوانان دې ته ترجېح ورکوي چي د مرګ خطر پر ځان ومني او ځان له غیرقانوني لارو اروپایي هیوادونو او یا هم آسترالیا ته ورسوي. هر کال په زرهاوو ځوانان چي له غیرقانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي، د بېلابېلو پېښو په ترڅ کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یو ملک د پرمختګ راز په تعلیم کي نغښتی دی، دا چي موږ علمي قوه په لاس کي لرو په حکومت داري او دولت داري کي استفاده نه ترې کېږي، دا ملک به خود فلج وي. افغان حکومت د دې ستونزي د له منځه وړلو لپاره باید ګام اوچت کړي، کنه دا کښتۍ پر غرقېدو ده. په هره اداره کي د یو مسؤلیت د سپارلو لپاره باید کس د وړتیا او تعلیم پر اساس وټاکل سي، نه د یو چارواکي په زور، بې تعلیمه.

حاجي مير اکبر مير فعال ځوان

دولت او تشبوسي کمپنۍ بايد صنعتي فابريکې او پانګوني وکړي، تر څو ځوانانو ته د کار زمينه برابره سي، غربت او فقر تر هغي اندازې رسېدلي، چي په دې يخه هوا او باراني موسمونو کي خلک له لوږي او يخني سره لاس او ګرېوان دي. که ځوانان او ګڼ شمېر هيوادوال په کاري فرصتونو ونه ګمارل سي، نو دا غربت او فقر به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او ډېری ځوانان به په جنګي ډلو او نشو ته مخه کړي، چي دا نو هغه آخري فرصت دی او تر غربت او فقر هم بدتر دی. نو دولت ته په کار ده، چي د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر او د دې شته ستونزو مخه ونيسي. د اوسني جنګ يو لوی لامل همدغه بې کاري، فقر او غربت دی، چي ټولنه يې له هره پلوه زيانمنه کړې ده. زراعتي پانګي چي زموږ هيواد يو زراعتي او د پراخو وچو ځمکو څښتن دی، که چېري يې په اړه لازم تدبيرونه او پلانونه عملا تر لاس لاندي ونيول سي باور وکړی چي د زراعت لپاره کوم څه ته چي اړتيا ده هغه هغه څه به ممکن وي. نو افغانستان به د اسيا په سطحه يو پرمختللی او نه تنهاه چي خپله خودکفا سي، بلکي همسایه هيوادو ته به د ضرورت وړ زراعتي واردات ولري او ځوانان به مو په پوره اندازه پر کار سي.


ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t