برتانیه د روسیې له پراخیدونکي نفوذ څخه اندیښنه لري

برتانیه د روسیې له پراخیدونکي نفوذ څخه اندیښنه لري

د برتانیې د پوځ مشر نیک کارتر په نړیواله کچه د روسیې پر پراخیدونکي نفوذ اندیښنه ښودلې ده.

د روسیې اسپوتنیک خبري اژانس دا خبر خپور کړی او ویلي، چې برتانیه نه باید له دغه اړخه اندیښمنه وي.

مشخصه شوې نه ده، چې په خاص ډول برتانیه د روسیې له کوم نفوذ او څه ډول زیاتیدونکو نړیوالو اړیکو څخه اندیښمنه ده.

په وروستیو کې روسیه او امریکا له یو بل سره ډېر مواجه شوي دي.

برتانیه هم په نړیوال سیاست کې له امریکا سره زیاته همغږي لري.




t