پاکستان:بمي چاودني ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

پاکستان:بمي چاودني ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

د خیبر پښتونخوا په بر دیر سيمه کي د مسافرو پر موټر ښخ سوي ماین چاودنه کړې،چي په ترڅ کي يې ۶ تنه وژل سوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

د پېښې په ټپيانو کې د ۳ پولیسو د شاملېدو خبره هم تأیید شوې ده.

ویل کېږي چې اکثر وژل شوي او ټپیان د طالبانو ضد د سولې خوځښت غړي وو.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

 




t