له جبل الطارق څخه حرکت سوې ایرانۍ کښتۍ نادرکه ده

له جبل الطارق څخه حرکت سوې ایرانۍ کښتۍ نادرکه ده

وروسته له هغه چې امریکا د ګریس ۱ ایرانۍ کښتۍ غوښتل و دروي نن يې پر نامالوم لوري حرکت کړی او مالومه نه ده چې دا کښتۍ چیري ده
دا خبر مرين ټرافيک ډاټ کام ويبسايټ ورکړى چې د GPS له معلوماتو په استفاده کښتۍ تعقيبوي.
له تېرې نيمې شپې د ادريان دريا ١ په نوم ايرانۍ کښتۍ چې مخکې يې نوم ګریس ١ و او د پانامه بيرغ ورباندې راځوړوند و، د ايبريا ټاپووزمې په جنوبي برخه کې په نړيوالو اوبو کې راوڅرخېده او داسې ښکاري چې مديترانې سمندرګي ته داخله سوې وي.
دې کښتۍ سپک اومه تیل لیږدول چې بیه یې ۱۳۰ میلیونه ډالرو ته رسیدله




t