منظور پښتین: وسلوال خلاص ګرځي خو حق غوښتوونکي زندان کې دي

منظور پښتین: وسلوال خلاص ګرځي خو حق غوښتوونکي زندان کې دي

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ادعا کړې چې وزیریستان کې د حق غوښتنې کسان زندانونو ته لیږل کیږي خو وسلوال ازاد ګرځي.
هغه ویلي، پاکستانی پوځ وزیرستان کې پر خلکو وسلې وېشي، هغه کسان چې ټوپک یې پر غاړه وي ازاد ګرځي خو هغه څوک چې پر خپله خاوره د خپلو حقونو غوښتنه کوي هغوی بیا د ترهګرۍ په تور زندان ته لېږي.
نوموړي زیاته کړې، پر ده او ملګرو یې ځکه د پوځ لخوا فشار راوړل سوی دی چې دوی له خپلې پیل کړې مبارزې لاس پر سر سي.
تراوسه پوري د پښتون ژغورنې ډیری غړي پاکستان دولت په دې تور زنداني کړي چې تل يې د پښتنو د حق غوښتنه کړې




t