ولسمشر غني: موږ د خپلو هیوادوالو د قتل عام او د وینې د هر څاڅکي غچ اخلو

ولسمشر غني: موږ د خپلو هیوادوالو د قتل عام او د وینې د هر څاڅکي غچ اخلو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې، جمهوررئیس غني د هیواد د خپلواکۍ د مبارکۍ ترڅنګ وویل: بدبختانه د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالیزه د یوې فاجعې تر شعاع لاندې راغله. د شانداره نمانځنې هدف دا و چې د افغانستان ځوان نسل ته وښودل شي چې دغه نسل پخپلې خاورې او تاریخ ویاړ وکړي، د خپلواکۍ په قدر وپوهېږي او د هیوادپالنې احساس یې نور هم غښتلی شي.

جمهوررئیس زیاته کړه:

«زموږ د خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو او خاورې دښمن، د افغانستان د خپلواکۍ جشن ونشو زغملی. دښمن باید پوه شي چې له زړورو امنیتي ځواکونو سره د مقابلې وړتیا نه لري او هیڅکله زموږ د خوشالۍ مخه نشي نیولی.»

جمهوررئیس غني د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو وحشتاک برید ته په اشارې وویل، طالبان په دې برید کې له لاس لرلو په انکار ځان له ملامتۍ نشي خلاصولی، د دې ډول بې رحمانه وژنو او قتلونو بنسټ هغوی ایښی دی. طالبانو په ځلونو په جوماتونو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې دغه ډول ظالمانه، وحشیانه او بې رحمانه بریدونه کړي او مسؤولیت یې هم اخیستی دی.

«د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ د کابل تروریستي برید قربانیانو ته په احترام، د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې د نمانځنې مراسم وځنډول او دښمن د ملکي افرادو د وینې په تویولو سره، زموږ شانداره مراسم وځنډول».

جمهوررئیس په ټینګار وویل: موږ د دې او نورو بریدونو غچ اخلو. موږ به د خپلو خلکو د قتل عام او د وینې د هر څاڅکي غچ اخلو.

هغه زیاته کړه، دغه غچ په دوه ډوله اخلو: لومړی، موږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو احترام کوو او موږ پخپلو ځواکونو ویاړو چې د وحشي تروریستانو پر ضد جګړه کوي او د هیواد درې رنګه بیرغ لوړ ساتي.

جمهوررئیس همداراز وویل: دویم دا چې د داعش ریښې که په ختیځ، شمال یا مرکز کې وي، له بیخه باسو او له منځه یې وړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د غچ اخیستو په اراده په خلکو کې تحرک رامنځته کېږي، موږ ټول په قوت کار کوو، موږ ټول ژمنتیا او بشپړه اراده لرو او تصمیم نیسو چې د ترهګرۍ پر ضد دغه ولسواک حرکت په یوه ملي خوځښت بدلوو.

جمهوررئیس له ټول ملت څخه وغوښتل چې د داعشي افکارو او عناصرو د افشا کولو په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه: هماغسې چې غازي امان الله خان د هیواد د خپلواکۍ اعلانولو په ورځ خپله توره له تیکي واېسته، نور د دې وخت را رسېدلی چې د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې په مناسبت ملت خپله توره د ترورېزم پر ضد وباسي او د هغوی پر ضد مبارزه وکړي.

جمهوررئیس وویل: نن زه له ملت سره یو ځای د غم په ټغر ناست یم، په جدیت ژمنه کوم چې د داعش او تروریستانو ریښې به وباسو او د هغوی ملاتړي به هم همداسې د غم په ټغر کېنوو.

«جمهوررئیس دې ته په اشارې چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو سرچینه او پټنځایونه د ډیورنډ کرښې بله غاړه دي وویل، زه د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې په خلکو غږ کوم چې په هر میکانیزم کولای شي، د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د هغوی د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زموږ له دې برحقې داعیې ټوله نړۍ خبره شي.»

جمهوررئیس وویل، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلې پاتې نشي، بلکې هغوی باید د تروریستانو د ځالو په تعقیب او د هغوی د اعمالو په محکومولو کې، د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ جګړه د بشریت له دښمنانو سره ده او باید ټولې نړۍ ته څرګنده شي چې افغان ملت یوازې له خپلې خپلواکۍ دفاع نه کوي، بلکې د بشریت د دفاع لپاره راپورته شوی دی.




t