د پاکستان لومړي وزير د پوځ د مشر دنده درې کاله تمديد کړل

د پاکستان لومړي وزير د پوځ د مشر دنده درې کاله تمديد کړل

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي روان حساس وضعیت ته په کتو يې د فرمان له مخي د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د کار موده درې نورو کلونو ته وغځول.

جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د جنرال راحیل شریف پر ځای د پاکستان د پوځ لوی درستیز وټاکل شو. باجوه هند ضد څېره ګڼل کېږي او په دې حساسو شرایطو کې یې پاکستانی پوځ د کاري مودې تمدید ګټور بولي.

دا په داسي حال کي ده،چي په دې وروستیو کي د پاکستان او هند تر منځ وضعیت ترینګلی سوی او دواړو لوړو جګړې ته چمتوالی ښودلی دئ.

 




t