د کابل د خونړۍ حملې د یوه وژل سوي ځوان مېرمني ځان وواژه

د کابل د خونړۍ حملې د یوه وژل سوي ځوان مېرمني ځان وواژه

یوې ځواني ښځي،چي ځوان خاوند يې د کابل د شنبې شپې د واده په مراسمو کي وژل سوی و، د خاوند له وژل کېدو د خبر اورېدو وروسته يې ځان وژنه کړې.

دغه بريد،چي د کابل د شهر دوبۍ د ودونو په سالون کي د ځانمرګي بريد له امله رامنځ ته سوی وو لر تر لږه ۷۰ کسان ووژل سول او تر ۱۸۰ زيات نور ټپيان سول.

د هغې خپلوان وايي کله،چي د خپل خاوند له مرګه خبره سوه،نو په خپل ټکري يا پوړني يې ځان زندۍ کړی او وژلی دئ.

د افغانستان حکومت د دې خونړۍ پېښې په خاطر پرون (دوشنبه) د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشنونه تر یوه حده محدود کړل.

د داعش تروریستي ډلې د کابل د برید مسوولیت په غاړه واخیست.




t