ولسمشر سرتېرو ته: له هر قوت سره مبارزه وکړئ

ولسمشر سرتېرو ته: له هر قوت سره مبارزه وکړئ

جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې: د سولې تامین پورې په ټول قوت له هر ډول تهدید سره مبارزه وکړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون په کورنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ملي پولیسو د سوق او ادارې مرکز څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، سره له دې چې د دښمن د مختلفو بریدونو له امواجو سره مو مقابله کړې، د پولیسو ستونزو ته مو رسیدګي کړې او منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې مو برابرې کړې دي.

وروسته د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رئیس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل، د دغه مرکز کارکوونکي ۲۴ ساعته خپله دنده په درې شفټونو کې اجرا کوي او تر ډېره د هیواد په کچه پر همغږۍ، د اوپراسیونونو د پلان پر جوړولو، د جزوتامونو پر پیاوړتیا او د راپورونو په ترلاسه کولو تمرکز کوي.

وروسته د ننګرهار او کندز ولایتونو امنیه قومندانانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې مراسمو د امنیت په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لازیاتې هڅې وشي.

هغه زیاته کړه، د دغې ویاړلې ورځ په درناوي د وسله وال پوځ ټول هغه منسوبین چې تېروتنې یې کړي او په حبس کې دي، پرته له هغو چې خیانتونه، لوی فساد یې کړی او یا حق العبد ورباندې وي، معاف او له حبس څخه خلاصېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه کوم چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.

د هیواد جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله د هیواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغییر لامل نه ګرځي.




t