ټرمپ:د هند او پاکستان له لومړي وزيرانو سره خبري کړي

ټرمپ:د هند او پاکستان له لومړي وزيرانو سره خبري کړي

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي،چي د هند له لومړي وزير نریندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره ټليفوني خبري کړي دي.

هغه وايي دغه خبري پر سوداګرۍ،ستراتيژيکي ملګرتیا او تر ټولو مهمه د کشمير د روان کړکیچ د کمولو په اړه کړي.

ټرمپ دا خبرې ښې بللي.

ټرمپ په تېرو درېیو ورځو کې یو وار مخکې هم له عمران خان سره په ټیلیفون ږغيدېدلی.

پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت وڅاري.

هند د اګست له پنځمې د کشمیر کورواکي ختمه کړې چې له امله یې ځايي خلک مظاهرې کوي او حکومت هم پرې ګرځبندیز، د مخابراتي شبکو بندېدل او ځینې نور محدودیتونه لګولي.

دواړه هېوادونه یو بل په دې سیمه کې د بشري حقونو په نقضولو تورنوي.




t