ټویټر پر دولتي تبلیغاتو بندیز لګوي

ټویټر پر دولتي تبلیغاتو بندیز لګوي

ټویټر شبکې اعلان کړی، چې دولتي رسنۍ له دې وروسته له دغې ټولنیزې رسنۍ څخه پخپله ګټه تبلیغاتي استفاده نه شي کولای.

د دغې شبکې د اعلان له مخې دا کار د یوې نوې جوړې شوې پالېسۍ له مخې کیږي.

سرچینه وایي: هغه رسنۍ، چې د خلکو له مالیو څخه  تمویلیږي،له دې شبکې د خپلو دولتونو په ګټه تبلیغات نه شي کولای.

دا موضوع په رسنیو کې سمدستي ګونګه ښکاري، خو ممکن هدف یې هغه تبلیغات وي چې د پیسو په بدل کې د دولتونو لخوا كیږي.

ویل شوي، چې دا تشخیص به د بې پولو خبریالانو سازمان او ورته نورې ادارې ټویټر ته کوي، چې کومې رسنۍ دولتي دي او کومې نه دي؟




t