د پاکستان او هند ناندرۍ پر افغانستان څه اغېز لري؟

د پاکستان او هند ناندرۍ پر افغانستان څه اغېز لري؟

نذيراحمد رښتينی يو تن استاد

هند په سيمه او نړۍ کي يو ثبات لرونکی ملک دی، له افغانستان سره يې دوستي او قرابت تاريخي قدامت لري. د دغو دوو، يا دوو ملګري سويو ملکونو هستوګن هندي او افغان توکم وګړي دي، چي د پخوانيو اريايي اقوامو بچيان او د اريانا مېشته وګړي وو. د دغو دواړو هيوادونو له بطن څخه د انګرېز ناروا لاسوهنو په پايله کي نوی چيچی وزېږاوه، چي نوم يې پاکستان پر کښېښوی. د دواړو وروڼو تر منځ دغه بې مناسبته او ناروا ورور! همېشه د لېريوالي او نفاق تخم پاشلی او امبار يې ورکړی دی، چي له پخوا او له کلونو راهيسي يې دا خوا (افغانستان) او کله کله يې اخوا (هند) ته د يوه جدي ګواښ په ډول ايسول، خو تر موږ يې له هغو (هنده) وهم درلود او خار يې ترې خواړه. د هند او پاکستان تر منځ دغه وروستۍ منازعه، چي په نړيواله کچه بحث پرانګېزه سوه، اصلاً زه له خپل ليدلوري په منځني اسيا کي دا څه د يو بل سياسي کړکېچ پيلامه بولم

ثناءالله مخلص د سیاسي چارو کارپوه

که له یوې خوا د پاکستان د جوړښت سره په سیمه کي حساسیتونه موجود دي، له بل اړخه د پاکستان غلطو سیاستونو په سیمه کي هر وخت ستونزي زېږولي دي. دا چي په وروستیو کي د هند او پاکستان ذهني جګړه په فزیکي جګړې اوښتې، پاکستان کوښښ کوي، چي افغانستان او ځیني نور هیوادونه هم په دې جګړه کي ښکېل کړي، تر څو له یوه اړخه له هند سره د افغانستان ښې دیپلوماتیکي اړیکي خرابي کړي او له بل پلوه له احتمالي لویو ننګونو څخه نسبتاً ژغورل سوی وي. که څه هم افغانستان تر اوسه بې طرفي اختیار کړې، خو په اصولو کي باید د دوی دواړو له خپل منځي ناندریو څخه افغانستان متضرر نه سي، اما پاکستان همېشه غیراصولانه عمل کړی او کوي يې، چي په همدې ترتیب، دا ځل یې هم د هند سره په خپلمنځي جګړه کي افغانانو ته په ځینو مواردو کي ګواښ  پېښ کړی دی.

پاکستان څو ورځي مخکي ویلي، که هند پر پاکستان حمله وکړي، نو د افغانستان د سولي په روانه پروسه کي به خنډونه رامنځ ته سي، چي په دې سره پاکستانیانو وښودل چي دوی څه غواړي، د هند حمله او د افغانستان سوله یو له بل سره تړاو نه لري، اما دوی کوښښ کوي، چي د هند او افغانستان د ښو اړیکو څخه په استفادې موږ ته د سولي د پروسې د سبوتاژولو په وجه ځان له راتلونکي ګواښ او خطر څخه وژغورۍ. همدا راز یې د تېري چهار شنبې په ورځ د کابل څخه هند د مسافرو ملکي هوايي پروازونه په خپل هوايي حریم کي بند کړي وو.

افغانستان اوس د پخوا په حالاتو کي نه دی، چي له کوچني حرکت سره به هم په ستونزه کي و، اوس موږ د نړۍ له نورو هیوادونو سره ښې اقتصادي اړیکي لرو، د پاکستان له موتاجۍ څخه نسبتاً خلاص سوي یو، خو د جګړې پر مسیر موږ د جغرافیې له اړخه له هند سره کومه نژدې پوله هم نه لرو.

په ټوله کي پاکستان له هند سره د جګړې په کولو کي اراده او توان نه لري، ځکه چي هند هم له اټومي قدرت او هم له نفوس له اړخه، له پاکستان څخه قوي دی، نو پاکستان کوښښ کوي، چي عملاً د جګړې سنګر پرېږدي او له داسي لاري کار واخلي، چي له خطر څخه په آمان کي سي.

که موږ د نورو هیوادونو د جګړو پر مهال د خپلو تېرو شاهانو د وخت تجربه تکرار کړو، نو باوري یو چي افغانستان ته به ان شاءالله کوم مشکل پېښ نه سي.

نعمت الله وفا د کندهار د ولایتي شورا غړی

لومړی بايد ووايم، چي د دې دواړو هيوادو تر منځ لاپي تل ناندرۍ بلل کېږي. موږ افغانان به هله د ګاونډيو مکارو هيوادونو له شره او نامردانه سياست څخه خلاص واوسو، څو د دوی او زموږ د اوسني جمهور رئيس صاحب سياست ناندرۍ نه، بلکي يو اميد او حقيقي بڼه هم ولري، چي دا به زموږ ټولو افغانانو او د دوست هيواد هندوستان لپاره د بریا يو طلايي چانس هم وي. که څه هم موږ افغانان د تاريخ په اوږدو کي د هندوستان حمايت د پاکستان په مقابل کي رسماً رد کړی، لا مو د عامو وکړو په منځ کي دوستي، رحم او شفقت ريښې اوږدې دي، چي لله الحمد موږ او پاکستان هيڅ کوم مشکل نه سره لرو او نه به هم راسي. دا چي پاکستان هيواد د خپلي وېري له وجهي د ډيورنډ له کبله پر موږ مظلومو افغانانو نه هېرېدونکي ظلمونه، په مختلفو پلمو راسره وکړل، ځکه نو نن موږ مجبور سو، چي د هندوستان هيواد حمايت وکړو، هغه که له هري لاري څخه وي او خلص آغېزه به يې زموږ د هيواد لپاره تاريخي بريا او مثبته وي. همدا راز يو متل دی، چي وايي، (د دښمن، دښمن، دوست بلل کېدای سي) پر ښو تلوار او پر بدو تحمل زموږ افغانانو يو خاص منل سوی متل دی.

شاه اغا اکرمي د سیاسي چارو کارپوه

د هند او پاکستان وروستۍ ناندرۍ به پر افغانستان باندي حتماً اغېز ولري، خصوصاً د سولي په برخه کي، ځکه د سولي وروستۍ هلي ځلي د افغانستان او پاکستان لخوا د ستایلو وړ دي، خو د هندوستان او پاکستان وروستي اختلافات د افغانستان د روان وضعیت لپاره د اندېښنې وړ دي، چي ښه مثال يې په کابل کي د پاکستان د سفیر وروستنۍ خبري وې، چي په ډاګه یې ويلي وه، چي (که چېري هند پر پاکستان باندي حمله وکړي، نو د طالبانو سره د سولي روان مذاکرات به ټکني سي) د سفیر د دغو څرګندونو څخه زه دوه تعبیره کوم: لومړی دا چي سفیر خپل په خبرو کي وښودل، چي طالبان په تمامه مانا د افغان حکومت سره د سولي په روانو مذاکراتو کي خپلواکه نه دي او دوهم دا چي پاکستان غواړي پر افغان حکومت او د امریکا پر متحدو ایالتونو باندي یو قسم فشار وارد کړي او هغه دا چي دوی باید د هند له حکومت څخه وغواړي چي پر پاکستان باندي پوځي یرغل ونه کړي، که چېري دوی دواړه سره په جګړه اخته سوه، بېله شکه چي د افغانستان پر مختلفو اړخونو باندي به ډېر منفي اغېز وکړي، خصوصاً په اقتصادي برخه کي، ځکه هر کال د میلیونو ډالرو په ارزښت دغو هیوادونو ته صادرات لرو، چي له دې لاري څخه د افغانستان حکومت ته په میلیونونو ګټه رسېږی او همدارنګه په ورته وخت کي له دغو هیوادونو څخه واردات هم لرو، که چېري دوی جګړه وکړي، نو دغه واردات بیا بندېږي او له نورو هیوادونو څخه، چي دغه واردات ترسره سي، هغه بیا ډېر ګران بیه تمامېږي، نسبتا هند او پاکستان ته. همدارنګه د افغانستان پر سیاست باندي به هم اغېزه وکړي، هغه دا چي دوی دواړه زموږ ګاونډیان دي، نسبتا پاکستان ته افغان حکومت له هند سره ښه ډيپلوماتیکي اړیکي لري، ځکه نو د دوی دواړو په جګړه کي افغان حکومت باید تر ډېره پوري کوښښ وکړي چي یو ته هم طرف واقع نه سي، ځکه که چېري له یوه سره هم د ملاتړ اعلان وکړي، نو پایله به یې ډېره خطرناکه وي. نو افغان حکومت باید د دوی دواړو په منځ کي داسي دريځ غوره کړي، چي نه سیخ وسوځي، نه کباب.

میرویس پوپل ليکوال او ژونالیست

د سیمي په جنګ کي پراته هیوادونه ټوله له خطر سره مخ کېږي. اسیا یوازي د پاکستان د غلط سیاست او پروژه یي رول په وجهه ناارامه ده، چي اوس به په دې تیوري کي یا پاکستان سخت ضرر ویني، یا به په عملي بڼه د تروریزم پر خلاف د سیمي د هیوادونو سره یو ځای د ښې رابطې همکاري کوي. د پاکستان او هند ناندرۍ د افغانستان په لمنه کي سیاسي رقابت دی او د سولي رواني خبري تخریبوي. موږ د افغان سولي لپاره کلونه کلونه او په لوړه بیه قربانۍ ورکړي دي. افغانستان د سیمي سره د ښو روابطو پر اساس اماده نه دي چي له څلوېښت کلن جنګه راووزي او د سیمي په تازه ناندریو کي ارزښتونه قرباني کړي. د دې هیوادونو تر منځ ناندرۍ یوازي دا نه، چي افغان سولي ته اندېښنه ده، بلکي په اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او نورو برخو کي هیواد د اضطراري حالت سره مخ کېږي، ځکه چي چارچاپېره به د سیمي د لویو قدرتونو نیابتي جنګ او ناندرۍ له سرحدونو نیولې، بیا تر ښارونو زموږ روان ژوند یا په بله اصطلاح د بیان ازادي محدودوي. افغانان یوازي کولای سي د تروریزم په ختمولو کي د سیمي د هيوادونو سره لاس يو کړي، نه دا چي د دواړو هیوادونو په فرمایشي ناندریو کي مشخص دریځ ونیسي. ټوله افغانان به په لنډ وخت کي د سولي خاوندان یو او موږ به هم د سیمي یو بااتفاقه، لوی قدرت یا د سیمي پرامنه سیاسي او مستقل هیواد یو. بدبختانه، که د پردو په واسطه د سیمي هیوادونو تر منځ اوږده اختلافات زېږول کېږي، موږ به یې قرباني یو او ممکن دا خطر ورسره تړلی وي.

پر افغانستان به یې اوله اغېزه دا وي چي یو نوی جنګ به یې د ګاونډي پر کور، د ګاونډي له کوره شروع کېږي. پاکستان د تروریزم پر خلاف مصنوعي مبارزه کړې ده، ځکه خو سیمه ناامنه ده او نور ګاونډي هیوادونه ورسره لاس و ګرېوان دي.

صفت الله زاهدي د سلام ټايمز خبريال

د هند او پاکستان کړکېچ چي اوس ادامه لري ښکاره ده، چي پر افغانستان د دې کړکېچ اثر هم پرېوتی دی. له هغه ورځي راهیسي چي هند د پاکستان پر هوایي حریم تېری کړی او د هغوی په خاوره کي یې بمونه وغورځول، د دې سره جوخت، پاکستان هم د دوی هوایي حریم ته ننوتلی او د دوی الوتکي یې ورنسکوري کړي. که څه هم دوی یو پر بل هوایي تېرۍ کوي او اوس هم دا څه ادامه لري، ویل کېږي چي د دې کړکېچ له رامنځ ته کېدو سره سم افغانستان په اقتصادي لحاظ له تېري ورځي راهیسي زیان ویني، د افغانستان پر فضایي کرښه هره ورځ تر۵۰۰ زیاتي الوتني تېرېدلې، چي د هري الوتني بیه ۶۰۰ امریکایي ډالره ده، نو له یوې خوا ۵۰۰ الوتني له تېرو دوو ورځو راهیسي درېدلي او له بل لوري، ښایي پر پاکستان د برید سره سم خپله پاکسان هم اوس چي د سولي خبري رواني دي، دغه خبري وځنډوي او موږ ته یو زیان واړوي. که څه هم پر پاکستان په برید کي به زموږ خیر ځکه وي، چي د پاکستان به نور زموږ له ګرېوانه لاس وخېژي او د خپلو زخمونو په پټي کولو به بوخت سي، خو بیا هم جګړه هیڅ ځای د حللاره نه ده او سوله بهتره ده.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t