روسیه او پاکستان پوځي همکارۍ زیاتوي

روسیه او پاکستان پوځي همکارۍ زیاتوي

روسي چارواکي له پاکستان سره د خپلو پوځي همکاریو د زیاتیدو خبر ورکوي.

د روسیې اسپوتنیک خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې په دې اړه د دغه هېواد د دفاع وزارت مرستیال جنرال الکساندر فومین له پاکستاني پلاوي سره لیدلي.

په لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیتي او عمومي وضعیت د خبرو ترڅنګ د پوځي همکاریو د زیاتوالي یادونه کړې.

معلومه نه ده، چې دا همکارۍ به څومره او په کومه کچه وي؟




t