شهباز شریف: کشمیر به هیڅکله هند ته پرې نه ږدو

شهباز شریف: کشمیر به هیڅکله هند ته پرې نه ږدو

د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون مشر شهباز شریف د یوې لویې غونډې له جوړولو سره د هند پر وړاندې توند دریځ غوره کړی.

هغه ویلي: دوی به کشمیر په هیڅ قیمت هند ته پرې نه ږدي؛ بلکې په وینو به یې وګټي.

شهباز دا خبرې په داسې حال کړي، چې ورور یې او د دوی د ګوند مشر نواز شریف د عمران خان د حکومت لخوا په زندان کې بندي دی.

خپله شهباز شریف هم د عمران خان لخوا بندي شوی و، چې بیرته را خوشې شو.




t