سوډان: ګوښه شوي ولسمشر سعودي نه ۹۰میلیونه ډالره رشوت اخیستی و

سوډان: ګوښه شوي ولسمشر سعودي نه ۹۰میلیونه ډالره رشوت اخیستی و

د سوډان ګوښه شوي ولسمشر عمرالبشیر د محاکمې پر وخت منلې، چې له سعودي څخه یې ۹۰ میلیونه ډالره رشوت اخیستی و.

هغه د دغه رشوت د اخیستو دلیل یا یې په بدل کې د کیدونکي کار یادونه نه ده کړې.

ویل شوي، چې دا پیسې هغه ظاهراً د خیریه مرستو په نوم اخیستي، چې پر بېوزلو به یې ویشي.

سعودي په دې اړه څه نه دي ویلي.

البشیر په همدې محاکمه شوی، چې ولې سلګونه میلیونه ناقانونه ډالر یې کور کې موندل شوي.




t