د قزاقستان ولسمشر چین ته سفر کوي

د قزاقستان ولسمشر چین ته سفر کوي

ټاکل شوې، چې د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توکایف له ټاکل کیدو وروسته په لومړني بهرني سفر چین ته لاړشي.

د دغه سفر موخه پر دوه اړخیزو اقتصادي او نورو اړیکو له چینایي چارواکو سره خبرې ښودل شوي.

په دغه سفرکې ګڼ چارواکي هم له قزاقستاني ولسمشر سره ملګري دي.

چین په وروستیو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې زیاتې کړي، چې موخه یې دلته د امریکا د نفوذ محدودول دي.




t