د هندي سېنما د موسیقي وتلی کمپوزر محمد ظهورهاشمي ومړ

د هندي سېنما د موسیقي وتلی کمپوزر محمد ظهورهاشمي ومړ

د هندي سېنما د موسیقي پخوانی وتلی کمپوزر محمد ظهورهاشمي چي په هندي سېنما کي د (خایام) په نوم خاص شهرت لري ومړ. هغه د ۹۲ کالو په عمر له دي فاني نړۍ سترګي پتي کړي.

د هندي سېنما د موسیقي د برخي یاد وتلی کمپوزر محمد ظهور هاشمي مشهور په (خایام) د تنفسي ناروغي لرلو له وجي د هند هیواد سوجی شفاخانه کي بستر سوي و او تر ۱۰ ورځو بسترولو وروسته ماښام مهال نهه بجي ومړ. د نوموړی د کورنۍ غړو هم هندي رسنیو ته د هغه د مړیني خبر تایید کړي دي او د هغه د مړیني علت يي تنفسي ناروغي بللي ده.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، فلمي ستوری امیتا بچن او سندرغاړې لتا منګیشکر د محمد ظهور هاشمي د مړیني په مراسمو کی ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ

هندي رسنیو د یاد وتلی کمپوز د مړیني په هکله په یو راپور کي زیاته کړي، چي د هندوستان لوموړی وزیر نندرا مودي، د هندي سېنما وتلی سېنمايي ستوری امیتابچن او د هندي سېنما وتلې پخواني سندرغاړې لتا منګیشکر د محمد ظهور هاشمي د مړیني مراسمو ته ورغلي دي.

پاته دي نه وي چي د هند لوموړی وزیر او وتلي فلمي ستوری امیتابچن اووتلې سندرغاړې لتا منګیشکر د هغه مړینه د هند سېنما او هنر لپاره ډېره لویه ضایع بللي ده.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t