بنګله دېش: اورلګیدنې ۱۰ زره تنه بې کوره کړي

بنګله دېش: اورلګیدنې ۱۰ زره تنه بې کوره کړي

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته څېرمه درنې اورلګیدنې تر ۱۰ زرو پورې خلک بې کوره کیدو ته اړ ویستي.

د ډاکې د اور وژنې ادارې ویاند ارشاد حسین ویلي، چې دا اور لګیدنه د نا معلوم دلیل له مخې رامنځته شوې.

ویل شوي، چې په پېښه کې تر ۲ زرو پورې کورونه سوزیدلي، خو خلک ورڅخه روغ وتي.

چارواکي د پېښې د څېړلو خبر ورکوي او وایي پایلې به معلومې او زیانمنو سره به مرستې وکړي.




t