ټرمپ یوځل بیا افغانستان ته د ترهګرو د پوهنتون خطاب کړی

ټرمپ یوځل بیا افغانستان ته د ترهګرو د پوهنتون خطاب کړی

تر دې وړاندې هم ټرمپ یوځل د ترهګرو لابراتوار او هاروارډ پوهنتون نوم اخیستی وو چې اوس يې یوځل بیا افغانستان ته د هاروارډ پوهنتون خطاب کړی
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی به د ترهګرو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري او په خبره یې دغه هېواد د ترهګرو هاروارډ دی نو ځکه یې هلته استخباراتي حضور حتمي دی.
نوموړي د طالبانو په اړه ویلي، چې پر هیچا هم باور نه دی په کار، خو طالبان نور له جګړو ستړي سوي دي او غواړي له امریکا سره سوله وکړي.
ښايي د سولې هوکړې ترسره کولو لپاره په نژدې راتلوونکي نهم پړاو خبرې پيل سي چې پر یولړ مهمو موضوعاتو باندې به متمرکزي وي.




t