قریشي:د کشمیر په تړاو له هند نړیوالې محکمې ته شکایت کوو

قریشي:د کشمیر په تړاو له هند نړیوالې محکمې ته شکایت کوو

پاکستان وايي د کشمیر د مسئلې په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت کوي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ځانګړي وضعیت تر اعلانېدو وروسته پاکستان ویلي، له هنده به د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي. تېره ورځ د کشمیر د لانجې په اړه ټرمپ له مودي او عمران خان سره خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دا پرېکړه یې د کشمیر د مسئلې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته کړې ده.

دده په وینا دوی به د جرمونو په نړیواله محکمه کې د کشمیر د ځانګړي وضعیت د ختمولو او همدا راز په دغه سیمه کې د هندي حکومت له لوري د بشري حقونو د نقض کولو په اړه خپل شکایتونه ثبت کړي. هند بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي دوی د عدالت او همدا راز د کشمیر د پرمختګ لپاره ځانګړی وضعیت ختم کړی دی.




t